د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

د طالبانو پرېکړه؛ په ګرمسیرو او سړو سیمو کې د پوهنتونو تدریسي بهېر بېرته پيلیږي


ارشیف؛ کابل پوهنتون
ارشیف؛ کابل پوهنتون

له یوه اوږده ځنډ وروسته د پوهنتونو درسي بهېر بیا پيلیږي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني بېګا په یوه ویډیويي پيغام کې د ګرمسیرو او سردسیرو ولایتونو د پوهنتونو د بیا پيل نېټې داسې اعلان کړې.

حقاني وویل:" په ګرمسیرو ولایتونو کې به د دلوې په دیارلسمه درسونه شروع کېږي. درې هفتې به تجدیدي درسونه وي څو پاتې درسونه تکمیل شي. راتلونکی سمستر به د ۱۴۰۱ کال د حمل په اوله شروع کېږی. همدارنګه په سردسیره ولایتونو کې به درسي بهېر د حوت په اوومه نېټه پيلیږي."

ښاغلي حقاني په ګرمسیرو او سړو سیمو ولایتونو کې د پوهنتونونو د بیا پيل نېټې اعلان کړې
ښاغلي حقاني په ګرمسیرو او سړو سیمو ولایتونو کې د پوهنتونونو د بیا پيل نېټې اعلان کړې

مولوي حقاني وویل چې د ۱۴۰۰ کال د کانکور بریالي کسان به هم په دې څو اوونیو کې خپله نوملیکنه بشپړوي او د راتلونکي کال د حمل/وري په ۲۷ به په سردسیرو او په لومړۍ نېټه په ګرمسیرو کې خپل اول سمستر پيلوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په شاوخوا شپږو میاشتو کې د افغانستان د پوهنتونو او ښوونځیو درسي بهېر په تېره بیا د نجونو لپاره له خنډ او ځنډ سره مخ پاتې شوی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر په خپل ويډیويي پیغام کې ونه ویل چې ایا نجونې هم د هلکانو سره په ګډه پوهنتونو ته تلی شي که څنګه؟

په کابل کې د ادبیاتو محصله چې اوس کور کې زده کړې کوي
په کابل کې د ادبیاتو محصله چې اوس کور کې زده کړې کوي

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په اکثرو ولایتونو کې نجونې له پوهنتونو پاتې شوې او طالبانو پرله پسې ژمنې وکړې چې د دوی په خبره د نجونو د درسونو لپاره به مناسبه فضا رامنځته کوي.

په خپله د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني څه وخت مخکې ویلي وو چې په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو تر منځ د پارټېشن یا پردو لګولو په اړه کار کېږي.

لا معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت به وکولای شي د نجونو د تحصیل په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي که څنګه؟

د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له سختو فشارونو سره مخ دی چې ژر تر ژره دې له شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو په مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او هم نجونې په پوهنتونو کې درسونو ته پریږدي.

د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د دوی یوه لوړپوړي پلاوي تېره اوونۍ ناروې کې لوېدیځو ډیپلوماټانو ته ژمنه کړې چې راتلونکی پسرلی د نجونو په مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

XS
SM
MD
LG