د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

امريکا او جرمني له طالبانو بشري حقونو برخه کې د ژمنو عملي کېدو غوښتنه کړې


د طالبانو يو شمېر سرتېري
د طالبانو يو شمېر سرتېري

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، نړیوال غواړي وویني چې ایا طالبان د بشري حقونو په ګډون په ځینو برخو کې کړې ژمنې عملي کوي که نه.

په عین حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننا بایربوک یوځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حونو درناوی وکړي.

بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون په ځینو برخو کې د طالبانو له حکومته د نړیوالو د مخ په زیاتېدونکو غوښتنو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پرون ورته غوښتنې یو ځل بیا مطرح کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره له کتنې وروسته پرون دوشنبې په څو ټویټونو کې وویل چې د متحده عربي اماراتو او متحده ایالاتو دریځ یو دی، دواړه غواړي وویني چې ایا طالبان د تروریزم، د افغانانو د حقونو د خوندیتوب او د اقتصادي ثبات په برخو کې خپلې ژمنې عملي کوي که نه.

ښاغلي ویسټ زیاته کړه چې په بهرنیو چارو کې د متحده عربي اماراتو د دولت له وزیر احمد بن علي ال صایغ او د دې وزارت له سلاکار سالم الزابي سره یې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه مفصلې او ګټورې خبرې کړې .

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان کې واکمن شوي، د طالبانو له حکومته د نړیوالې ټولنې عمده غوښتنې دادي چې نجونو او ښځو ته دې د زده کړې او کار اجازه ورکړي، د اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو اساسي حقونو ته دې درناوی وکړي، یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي او ترهګرو ډلو ته دې اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د احتمالي بریدونو لپاره کار واخلي.

دا هغه غوښتنې دي چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو لپاره د شرط په توګه وړاندې کړي دي.

په دې ترڅ کې د جرمنې د بهرنیو چارو وزیرې اننا بایربوک پرون یو ځل بیا پرطالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو درناوی وکړي.

نوموړې پرون په اسلام آباد له خپل پاکستاني ساري، د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بهوتو زرداري سره له کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې نړیواله ټولنه باید په یوه خوله او په ګډه طالبانو ته په لوړ غږ دا واضح کړي چې دوی په غلطې لارې روان دي.

بایربوک وویل، له طالبانو سره د اړیکو د عادي کیدو او ان د یوې قانوني واکمنۍ په توګه یې د په رسمیت پیژندلو لپاره یې هیځ ځای نشته.

په دې ترڅ کې د جرمنې د بهرنیو چارو وزیرې اننا بایربوک پرون یو ځل بیا پرطالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو درناوی وکړي.
په دې ترڅ کې د جرمنې د بهرنیو چارو وزیرې اننا بایربوک پرون یو ځل بیا پرطالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو درناوی وکړي.

هغې زیاته کړه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوي، ښځې تقریباً یو مخ په ورځني ژوند کې له ګډون څخه منع کړای شوي او د مخالفت غږونه په بې رحمۍ سره ځپل کېږي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړچې له افغانانو سره له بشري مرستو پرته نور هرڅه باید د افغانانو د اساسي حقونو په مسلې پورې مشروط وګڼل شي.

طالبانو تر اوسه د دغو چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي چې د شریعت په رڼا کې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه ورکول کېږي او هیڅ چاته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو د برید لپاره کار واخلي.

د طالبانو د واکمنۍ نژدې یولس میاشتې په پوره کېدو دي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یوه هېواد یې واکمني په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

XS
SM
MD
LG