د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

ټام ويسټ ترکيه کې د "ملي مقاومت عالي شورا" سره د لويې جرګې پر جوړېدو خبرې کړي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې په ترکیه کې یې دوې ورځې تېرې کړې او په لړ کې یې د افغانستان د بېلابېلو سیمو له ژورنالیستانو، بانکوالو، د بشري حقونو له فعالانو، پخوانیو والیانو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړیو، حقوقپوهانو، مدني کارکوونکو او وزیرانو سره وکتل.

ټام ویست پر خپله ټویټرپاڼه له هغو کسانو سره چې ده د ترکیې د سفر په لړ کې ورسره لیدلي، عکسونه هم خپاره کړي دي.

ده همدا راز لیکلي چې د دغو کتنو هدف دا و چې د افغانستان په اړه د بېلابېلو خواوو نظرونه واوري.

خو له بلې خوا د افغانستان د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم د نوي جوړ شوي ايتلاف سرچینې وايي چې ښاغلي ویست له دوی سره د لویې جرګې د جوړېدو په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت یو شمېر مخالفو سیاستوالو، چې په وروستیو کې یې په ترکیه کې یو ايتلاف جوړ کړی، د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام ویسټ سره د لویې جرګې په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا سرچینو ازادي رادیو ته وویل چې په دې کتنه کې، چې د یکشنبې په ورځ په استانبول کې وشوه، د طالبانو له لوري د یوې لویې جرګې په دایرېدو خبرې وشوې.

د ولسي جرګې پخواني غړي او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا ته نژدې سردارمحمد اوغلو تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د لویې جرګې پرسر، چې طالبانو یې د جوړېدو یادونه کړې، د ملي مقاومت شورا د غړیو ترمنځ د نظراختلاف و.

ده زیاته کړه: "ښاغلي ټام ویست له استازو سره په کابل کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې د لویې جرګې مسله مطرح کړې ده او هیله یې کړې چې توقوع یې لرله چې د دې شورا یعني د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا غړي دې په هغې کې ګډون وکړي. په دې کتنه کې یو شمېر کسانو د طالبانو په لویه جرګه کې ګډون یومخ رد کړ خو یو شمېر نورو چې ممکن د هغو شمېر به لږ وو لېوالتیا وښوده چې د طالبانو په لویه جرګه کې ګډون وکړي او د دې ترڅنګ د پراخ بنسټه قومي حکومت په نوم حکومت کې هم برخه ولري."

د ولسي جرګې پخوانی غړی سردار رحمن اوغلو
د ولسي جرګې پخوانی غړی سردار رحمن اوغلو

له بلې خوا د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د ملي مقاومت شورا ته یوه نژدې کس محمد ناطقي ویلي چې د دې شورا غړیو په دې ټینګار کړی چې د لویې جرګې تر جوړېدو مخکې دې پر یوه پراخ بنسټه حکومت جوړ جاړی وشي.

ښاغلي ناطقي، چې د ملي مقاومت د عالي شوره یوه مشر محمد محقق ته نژدې کس دی، پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې له ټام ویست سره په کتنه کې د طالبانو مخالفو سیاستوالو همدا راز غوښتنه کړې چې د خلکو د حقونو او د تېرو شلو کلونو د بریاوو په اړه دې هم موافقه وشي.

تېره اوونۍ یو شمېر سیاستوال، چې اکثرو یې د افغانستان د تېرو شلو کلونو په حکومتونو کې لویې چوکۍ لرلې، په انقره کې د عبدالرشید دوستم په کور کې راټول شول او د طالبانو پر ضد یې د افغانستان د ملي مقاومت عالي شورا جوړه کړه.

دوی د طالبانو حکومت "ظالمانه او غاصبانه" بللی او له هغوی څخه یې غوښتي چې ورسره خبرو اترو ته چمتو شي.

XS
SM
MD
LG