د طالبانو عمده مخالفه ډله د ملي مقاومت په نوم جبهه وایي، که طالبان په ټاکنو کې ګډون وکړي او د افغانانو اساسي بشري حقونه مراعات کړي، دوی به جګړه ودروي.
دغې جبهې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو په وړاندې د جګړې او پوځي مبارزې ادعا کړې، خو طالبانو ویلي چې د خپل حکومت پر خلاف یې هره مبارزه ځپلې ده.
د سیاسي مسایلو له شنونکي وحید وصال څخه زموږ همکار، د مرکې په پیل کې پوښتنه وکړه، طالبان د هر ډول پوځي او سیاسي مبارزې د مخنیوي لپاره باید څه وکړي؟
د دې د مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: