د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

طالبانو کابل کې د افغانستان د درې رنګه لوی بیرغ پر ځای خپل بیرغ يورته کړ


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د طالبانو حکومت د کابل د وزیر محمد اکبر خان پر غونډۍ د افغانستان د درې رنګه لوی بیرغ پر ځای خپل سپین بیرغ يورته کړ.

په دغه غونډۍ د افغانستان درې رنګه رپول شوی بیرغ تېر حکومت ته هندوستان ډالۍ کړی و.

د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل سپین بیرغ ورپاوه، هغه کړنه چې د ګن شمېر هېوادوالو له غبرګون سره مخ شوه.

د طالبانو دغې کړنې ته افغانان په غبرګون کې وايي، د افغانستان درې رنګه بیرغ په هېڅ یوې ډلې او ګوند پورې اړه نه‌لري او طالبان باید له ملي بیرغ سره داسې چاند ونه‌کړي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم‌یې په راپور کې واخیستل شي له ازادي راډیو سره‌یې په خبرو کې وویل، د طالبانو حکومت باید د ولس احساساتو ته درناوی وکړي.

د ده په خبره، د افغانستان درې رنګه بیرغ د ټولو افغانانو ملي سمبول دی.

دی زیاتوي: "دا بیرغ د ټولو دی، د دې بیرغ لاندې د افغانستان ټول قومونه په ګډه ژوند کوي او کولو یې، د امارت مشران دې بیرغ سره داسې نه‌کوي چې د خلکو احساسات راوپارېږي، دوی باید د خلکو احساساتو ته درناوی وکړي."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې دی هم نه‌غواړي نوم‌یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته‌یې وویل، په نړۍ کې هر افغان د دې بیرغ په وسیله پېژندل کېږي او پېژندل شوی.

دی وايي: "درې رنګه بیرغ زموږ ملي هویت دی، دا بیرغ زموږ ملي عزت دی، د نړۍ په هر ګوټ کې موږ په همدغه بیرق پېژندل کېږو، همدارنګه موږ که د اسلام له نظره وګورو، کلمه په‌کې شته، الله اکبر په‌کې شته، مهراب په‌کې شته، له دې سره هر رنګ‌یې ځان ته ځانګړنې لري، هیله لرو چې اسلامي امارت دې ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي."

د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ د لومړي ځل لپاره د شاه امان‌الله خان له‌خوا په ۱۳۰۷ کال کې په لویه جرګه کې تصویب شو.

که څه هم په دې بیرغ کې څه بدلونونه راغلل، خو په ۱۳۸۲ کې هغه مهال چې حامد کرزی د افغانستان جمهور رئیس شو، په ډېر کم تغییر سره‌یې دغه درې رنګه بیرغ د افغانستان په اساسي قانون کې ځای پر ځای کړ.

موږ هڅه وکړه د طالبانو حکومت د ویاندویانو نظر هم په دې اړه راواخلو، خو دوی زموږ اړیکې ځواب نه‌کړې.

د یادونې ده چې مخکې تر دې هم د طالبانو د حکومت له‌خوا په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په یو شمېر ځایونو کې د ملي بیرغ پر ځای د طالبانو د سپین بیرغ د پورته کولو په تړاو خلکو غبرګونونه ښودلي و.

خلک وايي، د طالبانو له بیرغ سره کومه ستونزه نه‌لري، خو د افغانستان درې رنګه بیرغ باید د ملي بیرغ په توګه په ځپل ځای وي.

XS
SM
MD
LG