د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

افغانستان کې د بیان ازادۍ ضد د طالبانو د محدودیتونو دوام نړیوال غبرګونونه راوپارول


ارشیف، د یو شمېر خبریالانو خبري پوښښ ته د ځینو وسله‌والو طالبانو غبرګون
ارشیف، د یو شمېر خبریالانو خبري پوښښ ته د ځینو وسله‌والو طالبانو غبرګون

په افغانستان کې د بیان ازادۍ ضد د طالبانو پرېکړو او محدودیتونو دوام ته د نړیوالو غبرګونونه په ډېرېدو دي.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د حکومت هغه پرېکړه غندلې چې په افغانستان کې یې د درې نړیوالو رسنیو د تصویري خپرونو خپرېدل بند کړي دي.

طالبانو د تېرې شنبې په ورځ په افغانستان کې د امریکا غږ، بي‌بي‌سي او دوېچه‌وېله تصویري خپرونې چې د ځینو خصوصي رسنیو له‌خوا خپرېدې، بندې کړې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې خپلواکو معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي محدودول د اندېښنې وړ وبلل.

اعلامیه کې لیکل شوي، امریکا او نړیواله ټولنه د طالبانو کارونو ته متوجې ده او د رسنیو پر وړاندې د نوي محدودیت سربېره، دا ډله ان د هغو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلې چې وړاندې یې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بېلګې په توګه، د مارچ په ۲۳مه له شپږم ټولګې پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو په اړه د طالبانو پرېکړې ته اشاره کړې چې روښانه کوي طالبان په هغو اړینو ژمنو عمل نه‌کوي چې له افغان ولس او نړیوالې ټولنې سره‌یې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي: "ښوونه او روزنه او د بیان ازادي په افغانستان کې د هر وګړي بشري حقونه دي، نه دا چې غربي ارزښتونه یا نړیوالې ټولنې ته امتیازات دي. دا حقونه د یوې سوله‌ییزې او سوکاله افغان ټولنې لپاره اړین دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو له حقونو سرغړونې دې پای ته ورسوي او ډاډ یې ورکړی چې دوی د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

امریکا په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ژمنه کړې چې په ټوله نړۍ کې د بیان د ازادۍ د حق ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو څخه چې وشي کولای له تاوتریخوالي له وېرې پرته ډاډه او ازاد کار وکړي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا وايي، په افغانستان کې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو ازادي تضمین ده، خو دوی د هغو رسنیو د خپرونو مخه نیولې چې د افغانستان اسلامي او کلتوري ارزښتونه‌یې نه‌دي مراعت کړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "ځیني ټلوېزیونونه چې د نشراتو ساحه‌یې موږ کنټرولولای نه‌شو، موږ حق لرو چې افغانستان کې هغوی ته د نشر اجازه ورنه‌کړو، ځکه هغوی زموږ د قوانینو رعایت نه‌کوي. دا د بیان ازادۍ باندې کوم محدودیت نه‌دی، بلکې موږ د افغانستان د ټولنې سره سم د نشراتو مسؤلیت لرو چې کنټرول‌یې کړو او د ټولنې کوم ایجابات او غوښتنې لري، له هغې سره برابر نشرات وشي."

طالبان داسې مهال په رسنیو او د بیان په ازادۍ محدودیت زیاتوي چې تېره میاشت‌یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوه غونډه کې وویل، د ټولنیزو او ټولیزو رسنیو مخکېنی قانون چې د جمهوري نظام پر مهال جوړ او توشېح شوی، د عملي کېدو وړ دی.

که څه هم ښاغلی مجاهد بیا هم ټینګار کوي چې دا قانون عملي کېږي، خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان نیوکه کوي چې طالبان نه‌یوازې د دې قانون عملي کېدو ته ژمن نه‌دي، بلکې ورځ تر بلې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې خپلې سخت‌ دریځې کړنې لا زیاتوي.

XS
SM
MD
LG