د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

افغانستان کې له ناقانونه لارو د اسنادو جوړولو اندېښنې زیاتې کړي


آرشیف: په کابل کې د پاسپورټ رياست مخته د پاسپورټ د متقاضیانو ليکې. 05 November 2021
آرشیف: په کابل کې د پاسپورټ رياست مخته د پاسپورټ د متقاضیانو ليکې. 05 November 2021

په افغانستان کې له ناقانونه لارو په جعل د دولتي او نورو ادارو د اسنادو جوړولو روان بهیر اندېښنې زیاتې کړي.

هغه شخص چې شپږ میاشتې یې په دولتي ادارو کې کار بند دی او لا هم نه دی بشپړ شوی.

دى نه غواړي نوم یې د ستونزو د لا پراخېدو له امله په دې راپور کې خپور شي، خو کیسه کوي چې د یوه قانوني کار د خلاصون لپاره یې تېرې ۳میاشتې په یوه دولتي اداره کې دروازه په دروازه ګرځېدلی دی.

هغه وویل: "زما د خور د نکاح خط کارونه ټول بشپړ شول. شاهدان او نور قانوني مراحل یې خلاص شول، خو کله چې محکمې ته لاړو مسوولینو وویل چې له مرکز څخه د نکاح خطونو د وېش د پروسې د بندېدو امر شوی او تر امر ثاني پورې به دوام وکړي. که څه هم دوی ژمنه وکړه چې لس یا هم پنځه‌لس ورځې وروسته به دا پروسه بیا له سره پیل شي، خو اوس دا دی له هغې نېټې درې میاشتې تېرې شوې، خو د نکاح خطونو وېش په ټپه درېدلی."

یو بل شخص چې د کندهار اوسېدونکی دی او نه غواړي نوم او غږ یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یو پیغام کې لیکي، د برېښنايي تذکرو د اخستو لپاره یې ټولې کورنۍ نومليکنه کړې، خو کارونه یې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې په یوه او بله بهانه ځنډول کېږي.

آرشیف: په کابل کې پاسپورټ رياست کې د پاسپورټ اخستلو لپاره منتظر خلک
آرشیف: په کابل کې پاسپورټ رياست کې د پاسپورټ اخستلو لپاره منتظر خلک

دا کېدای شي د هغو سلګونو یا هم زرګونو کسانو د ستونزو څو بېلګې وي چې د افغانستان په دولتي ادارو کې یې کارونه نیمګړي یا هم بند پاتې دي.

خو یو شمېر کسانو د دې ستونزې د حل لپاره غیرقانوني کړنو او جعل ته مخه کړې.

ډېری دا ډول قضیې د اسنادو په جوړښت پورې تړلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست د اپریل په ۲۱مه اعلان وکړ، چې یوازې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې یې د دولتي ادارو او غیر دولتي ادارو د جعلي اسنادو د جوړولو په تور ۱۵ کسان نیولي دي.

له دې کسانو سره د دولتي ادارو مهرونه، سندونه او ټول هغه وسایل نیول شوي چې په کارولو سره یې د یوه رسمي او په جعل د جوړ شوي سند توپیر ډېر کمېږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست ویاند شېرعلي مرتضی وویل: "جعل او تذویر د شهادت‌نامې، دیپلوم، ترانسکرپټ، لایسنس، جعلي ویزه، نکاح خط او د دولتي او خصوصي مختلفو ادارو ټاپي یې چاپولې او هېوادوالو ته یې په جعل او تذویر دا اسناد جوړول."

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند واک ته د دوی له رسېدو او یا هم تېره یوه میاشت کې په دې تور د نیول شویو کسانو د کره ارقامو د شریکولو په برخه کې له ژمنو سره سره ازادي راډیو سره همکاري ونه کړه.

خو هغه کوم لاملونه دي چې خلک یې په دولتي ادارو کې د خپل کار د لټون پر ځای جعل او تذویر کولو ته اړ کړي دي؟

د چارو شنونکی خالد سادات وايي: "د طالبانو اوسنی تعامل دا د حکومت تعامل نه‌دی. حکومتونه او دولتونه عموما هغه تعاملات چې له ولس او خلکو سره یې شریکوي او په شفافیت ولاړ اوسي، طالبان تر اوسه داسې یو ميکانېزم نه‌لري. تر اوسه طالبان د یوې جنګي ډلې په توګه مخته روان دي او خپل ټول مسایل د یوې جنګي کتلې په توګه مخته وړي. "

بشیر صافى چې د امریکا په اسپین پوهنتون کې یې د کورني امنیت او تروریزم برخه کې لوړې‌ زده‌کړې کړي وايي، طالبان د حکومتولۍ لپاره یوه منظمه بیروکراسي نه‌لري او دا د دې لامل شوې چې خلک جعل او تذویر ته مخ کړي، هغه څه چې د ده په خبره، د افغانستان او نورو هېوادونو عامه او ملي امنیت ته ګواښ پېښولای شي.

هغه وویل: "له دې موقع په ګټې تروریستي یا هم د اقتصادي جرمونو شبکې کولای شي چې د سفر اسناد خپلو خلکو ته واخلي او له دې لارې په افغانستان کې دننه یا هم په نورو هېوادونو کې د قاچاق عامه امنیت او ملي امنیت ګواښونو لپاره ګواښونه رامنځ‌ته کړي."

طالبان که څه هم د دې ادعاوو په غبرګون کې څه نه وايي، خو وړاندې یې ویلي، حکومتي چارې یې په عادي ډول روانې دي.

د جمهوري نظام په وروستیو کې د مخکني حکومت لویه هڅه دا وه چې هر څه ژر ټولې دولتي چارې برښنايي کړي او دا پړاو یې له جمهوري ریاست او د چارو له ادارې پیل کړی و.

د دې کار موخه په بېړه د خلکو د کارونو د بشپړېدو، د شفافیت زیاتېدل او تر خوا یې د فساد، جعل او تذویر مخنیوی بلل شوی و.

XS
SM
MD
LG