د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۷

د ملي امنیت یو پخوانی مسؤل: د محمد عارف اغا په نوم پاکستانی پاسپورټ د ملا برادر دی


'ملا برادر ته په مستعار نوم نومول شوی پاکستانی پاسپورټ'
'ملا برادر ته په مستعار نوم نومول شوی پاکستانی پاسپورټ'

د افغانستان د ملي امنیت یوه مهم پخواني مسؤل چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې د خپل هویت د نه‌افشا کولو په شرط له ازادي راډیو سره خبرې کولې دا خبره تأیید کړه چې درې مؤثقو استخباراتي منابعو دا تأیید کړې وه چې د محمد عارف اغا په نوم دغه پاکستاني پاسپورټ د ملا عبدالغني برادر دی.

د ملي امنیت د ادارې دغه پخواني چارواکي دغه‌راز وویل چې پاکستان د طالبانو د یو شمېر مشرانو په اړه دغه پالېسي غوره کړې او پر مستعارو نومونو یې په پاکستان کې د هغوی لپاره د استوګنې سندونه او پاسپورټونه برابر کړي چې بهر ته د سفر کولو پر مهال‌یې اصلي هویت پټ وساتل شي.

خو طالبان دغه اسناد چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او کاپۍ یې ازادي راډیو ته هم رسېدلي، جعلي بولي.

دغه دوه سندونه د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارټ دي چې د محمد عارف اغا په نوم د طالبانو د مشر مرستیال او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر عکس پر سریښ دی.

ازادي راډیو ته رسېدلې کاپي
ازادي راډیو ته رسېدلې کاپي

دغه دواړه سندونه، پاکستانی شناختي کارټ او پاکستانی پاسپورت په یوه ورځ د ۲۰۱۴ کال د جولای په اوومه له کراچۍ څخه صادر شوي دي. ظاهراً دا هغه مهال و چې نوموړی په پاکستان کې بندي و.

ملا عبدالغني برادر چې ویل کېږي په ۲۰۱۰ کال کې بندي شوی و، د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې خوشې شو او طالبانو هم د لومړي ځل لپاره قطر ته د هغه رسېدل د ۲۰۱۹ په جنوري کې تأیید کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه چې ایا دغه اسناد اصلي دي که جعلي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سندونه د ملا عبدالغني برادر نه‌دي او زیاته‌یې کړه، کله چې نوموړی په پاکستان کې له زندانه خوشې شو، د لومړي ځل لپاره‌یې قطر ته په یوه شخصي قطري الوتکه کې سفر وکړ او د سفر اسنادو ته‌یې اړتیا نه‌وه.

هغه زیاته کړه: "ملا عبدالغني برادر وروسته په قطر کې ځانته اسناد، افغاني تذکره او پاسپورټ جوړ کړل. ټول سفرونه‌یې په افغاني اسنادو کړي دي او دغه اسناد که چېرې وي زموږ په باور دا به جعلي اسناد وي او ښایي هغه به د بدنامۍ یوه هڅه وي چې موږ یې ردوو."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم دغه سندونه جعلي وبلل او ویې‌ویل چې د دوی د مشرانو ټول پاسپورټونه افغاني دي، ځیني یې له افغانستانه بهر د افغانستان په سفارتونو کې اخیستل شوي او یو شمېر نور یې په هېواد کې دننه له اړوندو ادارو اخیستل شوي چې د ده په وینا د کابل اداره هم پرې خبره ده.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت عکس‌العمل راواخلو، خو د پرله‌پسې تماسونو سره په دې کار بریالي نه‌شو.

د افغان طالبانو د مشرانو د پاکستاني پاسپورټونو او شناختي کارتونو مسئله کومه نوې خبره نه‌ده، له دې مخکې هم ډېر ځلې ویل شوي و چې د طالبانو اکثره مشران په تېره بیا د کوټې شورا غړي پاکستاني پاسپورټونه او شناختي کارتونه لري او په همدغو پاسپورټونو سفرونه کوي.

یوه ښکاره بېلګه‌یې هم د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پاکستاني پاسپورټ و. منصور چې څه باندې یو کال له ۲۰۱۵ نه د ۲۰۱۶ کال د مي تر ۲۱مې پورې د طالبانو مشر و، ایران ته له سفر وروسته بېرته پاکستان په لاره و چې په بلوچستان ایالت کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل.

په دې اړه چې نوموړي په کوم پاسپورټ ایران ته سفر کړی و، په رسنیو کې په یوه مستعار نوم د یوه پاکستاني پاسپورټ چې د ملا منصور عکس پر سریښ و، کاپي خپره شوه او و‌ویل شول چې دغه پاسپورټ د پېښې په ځای کې د هغه له جسد سره یوځای پیدا شوی دی.

د ملا اختر محمد منصور پاسپورټ
د ملا اختر محمد منصور پاسپورټ

څه باندې یو نیم کال مخکې چې په قطر کې د طالبانو له استازو سره د امریکایي پلاوي خبرې نه‌وې پیل شوې، ښایي نورو هېوادونو ته د طالبانو د دې دفتر د غړو یا له نورو ځایونو یې د مشرانو سفرونو ته چې پر کومو اسنادو یې کوي، دومره پام نه‌و اوښتی، خو له کله چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوې، په دې موده کې بهرنیو په تېره بیا د سیمې هېوادونو ته د طالبانو د پلاوو سفرونه هم زیات شول چې ورسره دا پوښتنه هم راپورته شوه چې دوی پر کومو اسنادو سفرونه کوي.

XS
SM
MD
LG