د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

ځينې معلولین: افغان حکومت زمونږ حقوق نه راکوي


آرشیف
آرشیف

د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې افغان معلولین د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د دوی د حقوقو په ورکړه کې په بې نظمۍ تورنوي.

یو شمېر هغه معلولین چې په کلني ډول د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت له وزارت د معلولیت حقونه ترلاسه کوي شکایت کوي، چې دغه وزارت له څو کلونو راپه دې خوا د دوی حقونه نه دي ورکړي.

محب الله چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی افسر دی، څو کاله وړاندې یې په کابل کې په یوې وسله والې حمله کې پښه له لاسه ورکړې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه څو کاله وړاندې معلول شوم، وروسته له هغې چې ما ته د معلولیت حق په پام کې ونیول شو، په مسلسل ډول مې حقوق ترلاسه کول، خو د ۱۳۹۶ کال د یوې میاشتې او ۱۳۹۷ ټول کال د معلولیت حقوق مې نه دي ترلاسه کړي، ۱۳ میاشتې مې د حقوقو باقي دی او څوک یې نه اجرا کوي."

محب الله د کابل په دویمه امنیتي حوزه کې افسر و، خو وايي، وروسته له هغې چې معلول شو اوس بېکاره دي.

د فاریاب ولایت اوسېدونکی محمد نعیم وايي، په شبرغان ښار کې د وسله والو مخالفینو د ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې معلول شو.

نوموړی هم ورته ستونزې سره مخ دي او وايي: "درې کاله کېږي، چې زموږ معاشونه بند پاتې دي، د ۱۳۹۷ کال کې ۱۵ زره افغانۍ او ۱۳۹۸ کال کې ۳۰ زره او روان کال ۱۵ زره چې ټولې ۶۰ زره افغانۍ کېږي ماته نه دي راکړل شوې، هر وار چې مې مراجعه کړې وايي، چې تخصیص نه شته."

دغه معلول وايي، کله یې چې د بدن ځينې غړي له منځه تللي د کار توان نه لري او د ژوند لپاره یې یوازینۍ تمه همدا د معلولیت معاش دی.

آرشیف، په کابل کې څينې معلولين له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال.
آرشیف، په کابل کې څينې معلولين له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال.

دا په داسې حال کې ده، چې له یو کال راهیسې د ولسمشر د حکم پر اساس د معلولینو او شهیدانو د کورنیو د تثبت لپاره یو ګډ کمېسیون کار کوي، ترڅو رښتیني اړمن معلوم شي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې په دغه کمېسیون کې د سترې محکمې، لویی څارنوالي، ملي امنیت، معلوماتو او احصایې ادارې، عامې روغتیا او د شهیدانو اومعلولینو په چار کې د دولت وزارت غړي شامل دي.

دغه وزارت همداشان وايي، یاد کمېسیون د کار له پيل تراوسه په ټول افغانستان کې یو لک اویازره اسناد څېړلي دي.

ضیاءالحق فضلي
ضیاءالحق فضلي

د شهیدانو اومعلولینو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ضیاءالحق فضلي د معلولینو د حقونو د ستونزې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ځینو معلولینو چې په تېر کال کې یې یوه اندازه معاشونه او حقونه نه دي ترلاسه کړي، د د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پرېکړه ده، د دغو کسانو اسناد باید د کمېسیون له لوري وڅېړل شي او وروسته تایید شي بیا به یې ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې حقونه ورکول کېږي."

ښاغلي فضلي زیاتوي، چې د دغو کسانو د معلولیت د اسنادو څېړل دوام لري، د دغه کمېسیون د موندنو پر بنسټ تراوسه د ۳۰ زور په شاه خوا کې اسناد جعلي پېژندل شوي دي.

د شهیدانواو معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پربنسټ په ټول افغانستان کې شاه خوا یو میلیون کسان معلول دي.

دغه وزارت وايي، چې په ټول افغانستان کې د درې لیکو اتیازره معلول او شهیدانو کورنۍ له دغه وزارت حقوق ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG