د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

په ننګرهار کې ٨٠ تنو معيوبينو کسب زده کړ


موسى زي وويل نن ورځ دادى دغه زده کوونکو ته د دوى د زده کړو کسبونو وسايل هم ورکول کېږي
موسى زي وويل نن ورځ دادى دغه زده کوونکو ته د دوى د زده کړو کسبونو وسايل هم ورکول کېږي

د معيوبينو او معلونينو مرستندويه موسسې ياAOAD د(٦) مياشتې زده کړو په دوه دورو کې ٨٠ تنه معلولين په بېلا بېلو کسبونو کې وروزل. د دغه ټولنې په مرسته معيوبينو ته د کمپيوټر زده کړې، د موبايل ټيليفونونو او نورو برقي وسايلو د ترميم او خياطۍ زده کړې ورکړې.

د معيوبينو د مرستندويه موسسې مرستيال شاه جهان موسى زي وويل:

"تر دې وروسته دغه روزل شوي ٨٠ تنه معيوبين او معيوبينې خود کفا شول او خپلې اقتصادي ستونزې به د زده کړو کسبونو په دوران کې په خپله رفع کوي"

موسى زي وويل نن ورځ دادى دغه زده کوونکو ته د دوى د زده کړو کسبونو وسايل هم ورکول کېږي.

د کمپيوټر د زده کړې يو معيوب زده کوونکي وويل:

"نوم مې نسيم دى، په لاسونو او پښو معيوب يم د کمپيوټر دوه پروګرامونه مې زده کړل خوشاله يم، خو هيله مې داده چې د کمپيوټر د پاتو زده کړو زمينه هم همدا موسسه را برابره کړي."

د زده کړې په دغه بهير کې ٢٠ تنه ښځينه معلولينې هم وې د بسمينې په نامه يوې انجونې وويل:

"خوشاله يم، چې خياطي مې زده کړه تر دې مخکې په ژوند تنګه وم، خو اوس خوشاله يم له دې سره به زما د مور و پلار اقتصادي مشکلات هم حل شي."

د افغانستان د کارو ټولنيزو چارو او معيوبينو وزارت معينې مېرمن ثريا پيکان وويل، د خصوصي او دولتي سکتورونو په دواړو برخو کې به د معيوبينو او معلولينو د روزنې چارې نورې هم پراخوي خو يوازې دا نه ده چې موږ به په ښارونو کې دغه ډول روزنيز پروګرامونه پر مخ بيايو په کار ده چې کليو ته هم دغه هڅې وروغځوو.

د کاراو ټولنيزو چارو وزارت د سروې په بنسټ د ننګرهار ولايت په٨زره کليو کې معيوبين او معلولين چې زياتره يې د جګړو او چاودونکو مهماتو قربانيان شته؛ خو د دوى ١٠ فيصده په کار مصروف دي پاتې معيوبين ټول وزګار دي او د حکومت د مرستې په تمه دي.

داود وفا
XS
SM
MD
LG