د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

د ځينو چارو د ارزيابۍ لپاره چارواكو ولايتونو ته سفر پيل كړى


د كاراو ټولنيزو چارود وزارت مرستيال واصل نورمهمند
د كاراو ټولنيزو چارود وزارت مرستيال واصل نورمهمند
ويل كيږي چې په افغانستان كې د وزګارو شمېر شاوخوا دوه نيم ميليونو ته رسېدلى او د كارپه لټه كې خلك له اقتصادي ستونزو شكايت كوي، دولت هڅې پيل كړي دي چې د هېواد په ټولو ولايتونو كې وزګارو زلميانو ته د حرفو د زده كړې مركزونه پرانيزي، ترڅو په راتلونكي كې د كار خاوندان او د دوي اقتصادي ستونزې كمې كړي.

د كاراو ټولنيزو چارود وزارت مرستيال واصل نورمهمند د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، مخكې له دې چې زلميانو ته د حرفو د زده كړې مركزونه او وزګارو ته د كاري اسانيتاو د برابرولو نوي پروګرامونه ترتيب كړي د وزارت چارواكو د هېواد ولايتونو ته يو لړ سفرونه پيل كړي دي ترڅو مربوطې چارې ارزيابي اود نيمګړتياو پوره كولو ته يي تدابير ونيسي
ښاغلي واصل نورمهمند وويل:

"د كار او ټولنيزو چارو د وزارت چارواكو ولايتونو ته د سفرونو لړۍ جاري كړې ده، په دې سفرونو كې به د وزارت د اړوند ادارو ډېرې نيمګړتياو پوره شي او د ولايتونو د نظرياتو څخه به يوه طرحه ترتيب او عملي كېدوته به بوديجې، ظرفيتونه او تخنيكې تجهيزات برابر شي."

د دې سفرونو په لړكې د كار او ټولنيزو چارو وزيره ميرمن امنه افضلي د يكشنبې په ورځ د كندهار ولايت ته تللې وه، چې هلته يي د حرفو د زده كړې مركزونه، روزنتونونه، د شهيدانو د كورنيواو د معلولينو مربوطې ادارې له نږدې ليدلي او په دې هكله يي د خلكو نظريات راټول كړي دي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې د كندهار په ولايت كې اوس مهال د حرفې د زده كړو دوه مركزونه او بې سرپرسته ماشومانو دوه روزنتونونه فعال او ترڅنګ د شهيدانو د كورنيواو معلولينو لپاره ادارې د يو لړ نيمګړتياو سره سره په كار بوختې دي.

خو په هېواد كې زياتره خلك او په تېره معلولين د كار د نشتوالي له امله شكايت كوي، د طاووس په نوم يو تن معلول دى ازادۍ راډيوته وايي:

"يو معلول څه كړي، كارنه شي كولاى، كور او ماشومان ورغاړه وي، دولت بايد دوى ته د دوى د پوهې او توان سره سم د كار زمينه برابره كړي."

كار پوهان وايي، په هېواد كې د وزګارو شمېر له يوې ورځې نه بلې ته زياتيږي او د دې ترڅنګ كال په كال له ليسو څخه په لسګونو زره زده كوونكي هم فارغيږي، چې د دوى اكثريت ته د لوړو زده كړو او كار زمينې نه برابريږي.

دوى وايي، دولت ته پكارده چې كار موندنې ته يې پراخه پروګرامونه ترتيب كړي او كه داسې ونه شي نو دا ويره ترې پيداكيږي چې د ټولنې د پرمختګ پر روان بهير ناوړه اغيزه وكړي.
XS
SM
MD
LG