د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

طالبانو د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست کې '۴۰ کمېشن‌کاران' نیولي


کابل کې د پاسپورټ ریاست مخ ته د مراجعینو ګڼه ګوڼه
کابل کې د پاسپورټ ریاست مخ ته د مراجعینو ګڼه ګوڼه

کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست مخ ته هره ورځ پر لیکه زرګونه افغانان ولاړ وي.

د دغو خلکو ځینې لیکې منظمې او ځینې غیر منظمې دي.

ناروغان، ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان، ټول هڅه کوي چې ژر ننوځي او د پاسپورټ اخیستلو پروسه‌يې پیل شي، خو ښايي دومره ژر ممکن ځکه نه‌وي چې ګڼه ګوڼه خورا زیاته ده.

طالب وسله‌وال د خلکو د منظمولو هڅه کوي، خو کله کله‌يې له توانه پورته شي.

مسؤلین وايي که د پاسپورټ غوښتونکي د خپل نوبت پر بنسټ مراجعه وکړي ښايي په پروسه کې ستونزې کمې شي.

د پاسپورټ سرپرست رئیس عالم ګل حقاني له خلکو غواړي چې د نویو غوښتنلیکونو تر پیله دې د پاسپورټ ریاست مخته ګڼه ګوڼه نه‌جوړوي او نورو خلکو ته د ستونزو د جوړېدو لامل دې نه‌ګرځي.

د افغانستان د پاسپورټ سرپرست رئیس عالم ګل حقاني
د افغانستان د پاسپورټ سرپرست رئیس عالم ګل حقاني

ښاغلی حقاني زیاتوي: "کومه بې‌نظمي چې جوړه شوې ده، د هغه خلکو له امله ده چې نوي غوښتنلیکونه راوړي، یا هم ناروغان نه‌وي او د ناروغۍ جعلي اسناد يې جوړ کړي دي، همدوی ګڼه ګوڼه جوړه کړې ده، سره له دې چې دوی ته موږ اعلان کړی دی، خو دوی بیا هم راځي، دا چې نوي غوښتنلیکونه کله پیلېږي، نو موږ چې زړو غوښتنلیکونو ته ګورو، نو فکر کوم چې ښايي په راتلونکو ۲۰ یا ۲۵ ورځو کې د نویو پاسپورټونو لپاره غوښتنلیکونه واخلو."

دی وايي ښايي په راتلونکو ۲۰ ورځو کې به د نویو پاسپورټونو لپاره د انلاین فورمونو وېشل پیل شي.

نوموړی وايي هره ورځ له څلور تر پنځه زره پاسپورټونه وېشل کېږي او هڅه کېږي چې دا شمېر له دې هم لوړ شي.

ده زیاته کړه چې په تېره یوه میاشت کې يې له ۸۰ زره ډېر پاسپورټونه وېشلي او له دې درکه ۳۸۰ ملیونه افغانۍ عواید د حکومت بودجې ته جمع شوي دي.

خلک وايي د پاسپورټ د اخیستلو پر مهال د خلکو ګڼه ګوڼه، بې‌نوبتي، د طالب وسله‌والو له لوري د خلکو وهل ډبول او دغلته د کمېشن‌کارانو موجودیت هغه ستونزې دي چې پاسپورټ اخیستل‌يې خورا ستونزمن کړي دي.

کابل کې د پاسپورټ ریاست مخ ته ولاړې مېرمنې
کابل کې د پاسپورټ ریاست مخ ته ولاړې مېرمنې

یو کس چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غوښتل نوم‌يې واخیستل شي ادعا وکړه چې د ۴۰۰ ډالرو په مقابل کې يې د کمېشن‌کار په وسیله پاسپورټ واخیست.

دی وايي: "دلته ډېره زیاته ګڼه ګوڼه ده، خو له ډېرو هڅو وروسته وتوانېدم چې نن مې پاسپورټ واخلم، خو ما پنځه ورځې مخکې کمېشن‌کار ته ۴۰۰ ډالره ورکړل، اوس د کمېشن‌کارانو پیدا کول هم ډېر سخت دي، خو بېخي ورک شوي نه‌دي، نو ستونزې شته خو خدای دې وکړي چې ختمې شي."

خو ځیني نور بیا له پروسې خوښ ښکارېدل.

یو له دغو کسانو ازادي راډیو ته وویل: "زما نوم شاه فیصل عمرخېل دی، زه نن د خپل پاسپورټ د اسنادو د طی مراحلو لپاره ریاست پاسپورټ ته راغلی یم، اوس د مخکې په پرتله نظم ډېر ښه شوی دی، خو خلک باید خپل نوبت مراعت کړي او ګڼه ګوڼه جوړه نه‌کړي."

د پاسپورټ ریاست مسؤلین هم دغلته ځینې ستونزې مني وايي هر افغان حق لري پاسپورټ واخلي، خو غوښتنه کوي چې هېڅوک هېڅ‌چا ته دې د پاسپورټ د اخیستلو لپاره پیسې نه‌ورکوي او د فساد کوونکو په نیولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

کابل کې د پاسپورټ ریاست کې د بایومتریک پروسې د بشپړولو لپاره په نوبت ناست خلک
کابل کې د پاسپورټ ریاست کې د بایومتریک پروسې د بشپړولو لپاره په نوبت ناست خلک

د پاسپورټ سرپرست رئیس عالم ګل حقاني وايي د خلکو په مرسته‌يې په وروستیو څو ورځو کې ۴۰ کمېشن‌کاران چې له خلکو يې د پاسپورټ د جوړېدو په بدل کې پیسې اخیستې لاس په لاس نیولي او د نورو د نیولو هڅې هم روانې دي.

دی وايي، په دې چاره کې د پاسپورټ ریاست ځینو مأمورینو لاس درلود چې دندې ترې اخیستل شوي او په وړاندې به يې قانون پلی شي.

د پاسپورټ ریاست کارونه د روان کال د زمري په ۲۴مه په کابل کې د طالبانو تر حاکمیت وروسته بند شول، خو نږدې یوه میاشت وړاندې د طالبانو له لوري بېرته پیل شول.

XS
SM
MD
LG