د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل شوه


په پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک پروسه
په پاسپورټ ریاست کې د بایومټریک پروسه

په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل شو.

په پاسپورټ ریاست کې د طالبانو په مشرۍ حکومتي چارواکي وایي، دا لړۍ سر له نن سې شنبې ورځې څخه پیل شوه او د کومو کسانو چې مخکې پاسپورټونه چمتو شوي وو، کولای شي تر لاسه یې کړي.

د پاسپورټ ریاست سرپرست مولوي عالم ګل وایي، دا مهال شااوخوا ۲۵ زره پاسپورټونه وېش ته چمتو دي، د کومو چې له نظام وړاندې کارونه بشپړ شوي وو.

علم ګل زیاتوي: "موږ پلان لرو چې لومړی هغه پاسپورټونه ووېشو چې بانکي چارې یې خلاصې شوي دي، دا له شلو تر ۲۵ زرو پورې پاسپورټونه دي، سبا او بله ورځ هڅو کوو چې دا پوسته خانو له لارې تر خلکو ورسوو او بیا د را روانې اوونۍ له پیله به د هغو پاسپورټونو کار پیلوو چې چا مخکې نوبت اخیستی دی."

ښاغلی عالم ګل وایي، دا مهال په افغانستان کې تر یو میلیونه چاپ شوي پاسپورټونه چمتو دي او هڅه کېږي چې ټولو غوښتونکو ته یې ووېشل شي.

د طالبانو په مشرۍ حکومت، د پاسپورټ ریاست چارواکي وایي، په لومړیو کې به د عاجلو ناروغانو په ګډون ټولو هغو کسانو ته پاسپورټونه ورکړل شي چې عاجله اړتیا ورته لري.

د طالبانو په مشرۍ حکومت، د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي چې ده هم په دې خبري ناسته کې یې خبرې کولې وویل چې د یاد ریاست ښځینه کار کوونکي هم خپلو دندو ته ورغوښتل شوي چې د یو جلا مېکانېزم له مخې خپلو دندو ته دوام ورکوي.

پر خواله رسنیو هم د پاسپورټونو د وېش بهېر د بېرته پیلېدو په اړه د ټولنیزو رسنیزو ډېرو کارونکو خوښي څرګنده کړې.

طالبانو خلکو ته ډاډ ورکړی چې له هېڅ ډول فساد او رشوت پرته به دې بهېر ته به دوام ورکوي او په ورځ کې به تر شپږو زرو پورې پاسپورټونه پر خلکو وېشي.

په افغانستان کې د زمري میاشتې له ۲۴مې نېټې را په دې خوا له کله چې طالبان کابل ته ننوتل، د پاسپورتونو د ورکړې بهېر په ټپه درېدلی و.

XS
SM
MD
LG