د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو رعایت او ټولشموله حکومت اړتیا بولي


په کابل کې د حجاب پر ضد د ښځو د لاریون انځور
په کابل کې د حجاب پر ضد د ښځو د لاریون انځور

ملګرو ملتونو یوځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو د رعایت، د ټولو په ګډون د یوه حکومت د جوړېدو او ملي پخلاینې پر اړتیا ټینګار کړی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما پر ټویټر په یوه بیان کې وايي، چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې مزارشریف ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومتولۍ پر اړتیا ټینګار کړی.

په بیان کې راغلي، چې دیبورا لاینز د طالبانو حکومت ته د کورني او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو په هدف د رښتینې پخلاینې سپارښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت هېواد ته د سیاسي مخالفانو د رابللو لپاره د کانونو او پټرولیم د وزیر مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ د یوه کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی.

طالبانو د دې کمېسیون د اعلان پرمهال وویل، چې د هېواد ټولو سیاسیونو او پخوانیو پوځیانو ته به پر امنیتي ضمانتونو سربېره یولړ امتیازات هم ورکړل شي خو په ډاګه یې نه دي ویلي چې آیا د سیاسي فعالیت اجازه ورکوي که نه.

د تېرکال د زمري په ۲۴مه د طالبانو په لاس د پخواني نظام د پرځېدو پرمهال د حکومت سلګونه کارکوونکي او افغان سیاستوال له هېواده ووتل او ګاونډیو یا نږدې پرتو هېوادونو کې یې پناه واخیسته.

خو په عین حال کې څو ورځې مخکې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د طالبانو د مخالفو تنظیمونو مشرانو یوه لویه غونډه جوړه کړې وه.

دې ډلې په خپله غونډه کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د عالي شورا په نوم یو سیاسي تشکیل هم اعلان کړ.

دوی په خپله اعلامیه کې د طالبانو حکومتولي ظالمانه او غاصبانه وبلله او له ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چې پر طالبان فشار راوړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې همداراز د نجونو له یو ښوونځي څخه د لیدنې پرمهال د ښځو له استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د ټولو وګړو خو په تېره د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

بلخ د هېواد یوازینی ولایت دی چې تراوسه یې د نجونو په منځنيو ښوونځيو او لیسو کې زده کړې روانې دي، خو د کابل په ګدون په نورو ولایتونو کې لاهم له شپږم د پورته ټولګیو نجونې له زده کړو محرومې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG