د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

مقاومت جبهې د جګړې درولو په خاطر یو شمېر نوې غوښتنې مطرح کړې


په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي
په پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي

د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت په نوم جبهه وایي، که طالبان په ټاکنو کې ګډون وکړي او د افغانانو اساسي بشري حقونه مراعات کړي، دوی به جګړه ودروي.

د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت په نوم جبهه خبرداری ورکوي، که طالبانو د افغانستان پر وړاندې "ظلم" ته دوام ورکړي دوی به جګړه ونه دروي.

احمد مسعود چې ځان د دې جبهې مشر ګڼي له یوې لویدیخې تلویزونې شبکې ARTE سره په یوه تازه مرکه کې له طالبانو غوښتي چې په ټاکنو ګډون وکړي او د افغانانو اساسي بشري حقونه مراعت کړي.

نوموړی وایي، کله چې په حکومت کې د ټولنې ټول وګړي شامل شي سوله، پخلاینه او دولت جوړونه به ممکنه شي.


احمد مسعود په دې مرکه کې د افغان ښځو او نجونو تعلیم او نورو حقونو ته اشاره کړې او ویلي، چې طالبان باید د ټولو وګړو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي مسعود د څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته په يو لیکلي پیغام کې ویلي: "په افغانستان کې سوله، امن او یو پیاوړی اسلامي نظام حاکم ده، هیچاته اجازه نه ورکول کېږي چې بیا هېواد د جګړې او بې ثباتۍ لور ته بوځي. بهتره داده چې هغه ټولې څېرې چې له هېواده تښتېدلي، نور واقعیتونه درک کړي، د خپل ملت هیلې وپېژني او نور د افغانانو په خلاف له موقف نیولو څخه ډډه وکړي."

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

وړاندې ښاغلي متقي ایران ته له سفر ورسته د تېر لمریز کال په مرغومي میاشت کې د کابل په هوايي ډګر کې رسنیو ته ویلي و، چې په ایران کې له احمد مسعود سره او د مقاومت جبهې له یو شمېر نورو مشرانو سره کتلي، خو د دې خبرو جزییات رسنیز نه شول.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهه په لومړي ځل په پنجشېر ولایت کۍ جوړه او وخت ناوخت د یاد ولایت تر څنګ په ځینو نورو ولایتونو لکه بغلان او تخار کې هم د دوی پر ضد د جګړې د دوام ساتلو او مرګ ژوبلو اړولو راپورونه ورکوي.

تازه د یکشنبې په ورځ د یادې جبهې یو ویاند علي میثم نظري په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، د طالبانو ځواکونه چې غوښتل، یې د پنجشېر ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د دوی پر یوې پوستې برید وکړي، د دغې جبهې د ځواکونو تر کمین لاندې راغلي، چې شل تنه په کې وژل شوي دي،هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن یکشنبه په کابل کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په ناسته کې په پنجشېر او بغلان کې جګړې افوهات وګڼل.

هغه وویل: "پرون مې بهرنیانو سره ملاقات وه، مال تاسو د پنچشېر او د بغلان د اندراب په اړه څومره تبلیغات واورېدل او څومره مو تایید کړل، څه شول، تاسو یو کور راوښیئ چې بې ځایه شوی یو ملکي راوښیئ چې ټپي شوی، یو ملکي ټپي راوښیئ چې روغتون ته نقل شوی وي، ټول افوهات دي، یوه پوسته راوښیئ چې دښمن پرې تسلط لري، چې دا یو هم نه شته نو موږ او تاسو باید د دښمن تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسو."

احمد مسعود په مرکه کې د خپلو جنګیالو شمېر ۳ زره تنه یاد کړی، او ویلي، چې د ملاتړو سرچینو د کمښت له امله یې د جنګیالیو شمېر محدود دی.

تر دې مخکې په ترکیه کې یو شمېر افغان سیاستوالو او د تېر حکومت چارواکو د یوې ناستې په ترڅ کې له ملي مقاومت جبهې او ټولو هغو فعالیتونو د ملاتړ اعلان وکړ، چې د طالبانو پر ضد دي.

خو طالبانو هر کله د مقاومت جبهې د فعالیتونو د شنډېدو ادعاوې کړي او ویلي یې دي، چې هیچا ته به د جګړو د دوام او امنیت د اخلال اجازه ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG