د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

ټام وېسټ او د تاجکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او ترورېزم ضد مبارزې په اړه خبرې وکړې


د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام وېسټ، چې د طالبانو د حکومت له یو شمېر مخالفانو او نورو افغانانو سره د کتنې لپاره تاجکستان ته تللی، د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.

ویل کېږي چې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې اوسي، خو تاجکستاني چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلی وېسټ په دوشنبې کې دا کتنې وروسته له دې کوي چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې په استانبول کې له یو شمېر جلاوطنه افغانانو سره وکتل.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په دې کتنو کې د لویې جرګې او له طالبانو سره د ګډ حکومت په اړه هم خبرې وشوې خو په خپله ټام ویسټ ویلي چې په استانبول کې یې د افغانستان د مختلفو سیمو له مدني فعالانو، ژورنالیستانو، بانکوالو، پخوانیو والیانو، وزیرانو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړیو او دولتي مامورینو سره ولیدل او له هغوی یې واورېدل چې جګړه د افغانانو لپاره ګټوره نه بولي.

د ازادې اروپا / د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریال کیامرز عطا وايي، د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي په دوشنبې ښار کې د تاجکستان له باندنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین سره ولیدل.

عطا د رسمي سرچینو په قول د دواړو خواوو د خبرو په اړه وویل: "

ه دې کتنه کې د افغانستان د حالاتو او د نړیوال تروریزم او افراطیت پر ضد د مبارزې په باب خبرې وشوې."

تاجکستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان له لوري خپلې خاورې ته د سختدریځۍ د اوښتو له درکه ډېر اندېښمن دی.

دا اندېښنه وروسته له دې لا ورته ډېره شوه چې داعش ډلې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته څو توغندي وویشتل.

افغانستان او تاجکستان په خپل منځ کې ۱۴۰۰ کیلومتره پوله لري.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او توماس ویسټ د افغانستان او تاجکستان د پولو د ساتنې او ټینګښت لپاره د امریکا او تاجکستان د همکاریو د زیاتېدا پر اړتیا او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر رسېدو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG