د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

په پټه نجونو ته درس ورکوونکي رضا کاران خپل ژوند خطر سره مخامخوي


د قلم لار غير دولتي ټولنې ګرځنده ښوونځی
د قلم لار غير دولتي ټولنې ګرځنده ښوونځی

اوپن ديموکراسي خپرونه:

اوپن ديمکراسي خپرونې د خپلې مقالې عنوان "هغه رضاکاران چې په پټه نجونو ته درس ورکوي، خپل ژوند له خطر سره مخامخوي" ټاکلی.

د دې لیکنې په پیل کې، چې دیپا پارینټ لیکلې، لولو، د طالبانو له لوري د کابل د نیولو ۹ میاشتې تېرېږي خو له شپږم ټولکي پورته نجونې لا هم اجازه نه‌لري چې ښوونځیو ته لاړې شي.

دې خپرونې د قلم لار ټولنې د سیار کتابتون او په یوه سرخلاصي ځای کې د نجونو ماشومانو عکس خپور کړی دی او د دې ټولنې د موسس مطیع الله ویسا په اړه یې کښلي چې طالبانو په ۲۰۰۲ کال چې ویسا زلمکی و، د ده ښوونځی وسوځاوه. همدا مسله سبب شوه چې ویسا خپل ژوند دې ته وقف کړي چې په افغانستان کې نور ماشومان زده کړه وکړای شي.

قلم لار ټولنې په ليرې پرتو سيمو کې ګرځنده ښوونځی جوړ کړی.
قلم لار ټولنې په ليرې پرتو سيمو کې ګرځنده ښوونځی جوړ کړی.

ویسا د قلم لار غیرحکومتي ټولنې شریک موسس دی. دا موسسه د کندهار له سپین بولدک څخه تر هلمند ولایت پورې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د بندو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره هلې ځلې کوي او تر اوسه پورې یې تر ۵۷ زره ډېرو ماشومانو ته زده کړې ورکړي دي.

اوس د قلم لار ټولنه د ۶ ښځو په شمول ۲ زره ۴۰۰ رضاکاره ښوونکي لري چې نجونو ته د لېسې د دورې زده کړې ورکوي.

د طالبانو له لوري په ځلونو ژمنې وشوې چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکړي خو نهه میاشتې کېږي چې د نجونو د زده کړو برخلیک نامعلوم دی.

د اوپن دیموکراسي خپرونې د مقالې لیکواله وايي چې د قلم لار ټولنې د لګښتونو ډېره برخه د دې موسسې موسسان له خپله جېبه ورکوي خو څه ناڅه له افغانستانه بهر مېشتې افغانان او سوداګر هم مرسته ورسره کوي.

ویسا وايي چې په کلیو کې نجونو او هلکانو ته د درس ورکولو په خاطر نجونو زده کوونکو، د هغوی مېندو او پلرونو او قومي مشرانو یې مننه کړې او په ځانګړي ډول د دوی د ښځینه ښوونکو ډېره ستاینه شوې ده.

د قلم لار ټولنې ځینو ښځینه ښوونکو اوپن دیموکراسي خپرونې ته ویلي چې په دې خاطر چې نجونو ته درس ورکوي، له چا نه بېریږي ځکه چې په دې باور لري چې تعلیم د نجونو حق دی.

ډیجټل ژورنال:

ډیجټل ژورنال خپرونې د متحده عربي اماراتو د یوې کمپنۍ له لوري د افغانستان په درو هوايي ډګرونو کې د مسافرو او د هغو د مالونو د څارنې او پلټنې د مسوولیت منلو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د ډیجټل ژورنال په لیکنه کې ویل شوي، سره له دې چې د افغانستان له هوايي ډګرونو ځینې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې کېږي خو د اماراتي شرکت له لوري د هوايي ډګرونو د امنیتي چارو له سمبالېدو وروسته به د بهرنیو هېوادونو د هوايي شرکتونو له لوري افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شي.

د خپرونې پر اساس، د افغانستان د هوايي ډګرونو د عملیاتي چارو بیا پیل، چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له کاره لوېدلي وو، د افغانستان د خراب اقتصاد له ښه کېدو سره څه نا څه مرسته کولی شي.

XS
SM
MD
LG