د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

زده کوونکې: طالبانو د ښوونځیو پرانیستو لپاره په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی


په کابل کې د زرغونې عالي لېسه
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه

له شپږمو د پورته ټولګیو یو شمېر نجونې زده کوونکي وايي طالبانو لا هم د دوی د ښوونځیو د خلاصون لپاره په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

د کندهار ولایت اوسېدونکې او د دولسم ټولګې زده کوونکې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي، طالبان باید په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د ښوونځيو دروازې د دوی پر مخ پرانېزي.

هغې وویل: "که چېرې موږ له تعلیمه محرومېږو، نه یوازې نننی نسل بلکې راتلونکي نسلونه به هم له تعلیمه محروم وي،زه له دوی غوښتنه کوم چې زموږ د زده کړو لپاره دې ځانګړی پام وکړي."

سمیه رمزي هم د دولسم ټولګي زده کوونکې او د کابل ښار اوسېدونکې ده.

دې ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو زموږ د ښوونځیو په اړه یو کمېسیون اعلان کړ، خو زه فکر نه کوم که دوی کار وکړي ځکه په دې موده کې دوی په دې اړه ډېرې ژمنې وکړې خو یوه یې هم عملي نه کړه، خو غواړو چې ښوونځي مو بېرته پیل شي."

د دغو نجونو په شان ډېری افغان نجونې د خپل راتلونکي لپاره ناهیلې شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره د دوی د حکومت د سترې محکمې د رییس مولوي عبدالحکیم په مشرۍ د یوه اته کسیزه پلاوي د ګمارل کېدو اعلان وکړ.

که څه هم موږ هڅه وکړه، چې ددغه پلاوي د کار او فعالیت په اړه د طالبانو حکومت د ویاندویانو او پوهنې وزارت نه تازه معلوماتو راواخلو خو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته یو لیکلي پیغام کې لیکلي: "زیات معلومات له مونږ سره نه شته،یوازې دومره خبر یو چې کمېسیون جوړ شوی دی."

په ورته وخت کې د بخښنې نړیوال سازمان غړې سمیرا حمیدي وایي، چې د طالبانو له لوري د دې ډول کمېسیونونو اعلانول یوازې د نړیوالې ټولنې تېر ایستل دي او عملي بڼه نه لري.

سمیرا حمیدي
سمیرا حمیدي

هغه وایي: "د دغه ډول کمېسیونونو رامنځته کول یوازې وخت وژنه ده،د دې لپاره طالبان د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري او تر څنګ دوی اړ دي چې نړیوالې ټولنې ته دا وښیي چې بدلون یې کړی، او د افغان ښځو د حقونو په اړه یې لیدلوری بدل شوی او ورته ژمن دي نو د دې کمېسیونونو په جوړولو وخت تېروي."

سره له دې طالبانو شاخوا دوه میاشتې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي وو، چې دوی د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستې لپاره په یوې تګلارې کار کوي خو دا لا تر اوسه روښانه نه‌شوه چې دغه تګلاره کله وروستۍ کېږي.

له شاوخوا ۸ میاشتو راهیسې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل په دننه افغانستان او بهر کې ګن شمېر غبرګونونه له ځان سره درلودل.

XS
SM
MD
LG