د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

د ښوونځيو د پرانيستلو لپاره د پلاوي ټاکل؛ زده کوونکې: ښوونځي دې ژر پرانيستل شي


طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو لپاره يو پلاوی ټاکلی دی
طالبانو د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو لپاره يو پلاوی ټاکلی دی

له هغې وروسته چې طالبانو د شپږم ټولکي نه پورته د نجونو دښوونځیو د پرانیستې لپاره د یوې اته کسیزه پلاوي د کمېټې د جوړیدو خبره کړې اوس یو شمېر زده کونکي وايي، د ښوونځیو دروازې دې ژر ترژره پرانیستل شي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، طالبانو په دې برخه کې ډيرې ژمنې وکړي خو عملي کړي نه دي.

د کابل او هرات ولایت دوه زدکونکې سحر او ملکه وايي: "له کومې ورځې چې طالبان راغلي زموږ ښوونځي تړل شوي او زه خپله د یولسم ټولکي زده کونکې یم خو خپلې ایندې ته سخته اندېښنه لرم. له طالبانو نه مې غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره دې زموږ ښوونځي خلاص کړي چې موږ خپلې ایندې ته کارو وکړو."

له کومې ورځې چې طالبان راغلي زموږ ښوونځي تړل شوي او زه خپله د یولسم ټولکي زده کونکې یم خو خپلې ایندې ته سخته اندېښنه لرم.

"زه دې د ۱۲ ټولګي زده کونکې یم، له هغې وروسته چې طالبان راغلل ښوونځي وتړل شول، سره له دې چې ډېرې ژمنې طالبانو کړې خو تر اوسه یې عملي بڼه نه ده اخیستې او موږ هیله لرو چې روان حالت ته د پای ټکی کېښودل شي او که داسې ونه‌شي دا د افغانستان مېرمنو لپاره د خطر زنګ دی."

د سحر او ملکې په څېر ډېری افغان نجونو د خپل راتلونکي لپاره ناهیلې شوي.

ددوی په باور که طالبان د تېر په څير خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي نه برېښي چې د ښوونځیو دروازې دې هم پرانیستل شي.

له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول په افغان مېرمنو یې د ګڼو نورو محدودیتونو ترڅنګ له شپږم ټولکي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې هم وتړلې.

خو تازه د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو د پرانیستې لپاره د یوه پلاوي د جوړېدو خبره کړې.

تر اوسه لا مالومه نه ده چې د طالبانو حکومت به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي کله پرانيزي
تر اوسه لا مالومه نه ده چې د طالبانو حکومت به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي کله پرانيزي

د طالبانو یوه ویاند انعام الله سمنګاني تېره ورځ یو شمېر رسنیو ته په استول شوي پېغام کې ویلي چې دغه پلاوی به اته کسه غړي ولري او مشري به یې د طالبانو د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم کوي.

که څه هم موږ هڅه وکړه چې ددغه پلاوي د کار او فعالیت په اړه د طالبانو حکومت د ویاندویانو تازه معلوماتو راواخلو خو دوی زموږ اړیکې راځواب نه کړې.

سره له دې طالبانو شاخوا دوه میاشتې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې ویلي و چې دوی د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستې لپاره په یوې تګلارې کار کوي خو دا لا تر اوسه روښانه نه‌شوه چې دغه تګلاره کله وروستۍ کېږي.

له شاوخوا ۸ میاشتو راهیسې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل په دننه افغانستان او بهر کې ګن شمېر غبرګونونه له ځان سره درلودل.

XS
SM
MD
LG