د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

نړیوال سازمانونه: افغانستان کې د ښځو وضعيت نړۍ کې تر ټولو جدي بحران دی


افغان مېرمنې
افغان مېرمنې

د افغاني ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو په دوام کې، د بشري حقونو د څار سازمان او ناروې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سر غړونو په اړه سخته اندېښنه ښودلې.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونو نوم‌لړ ډېر اوږد دی او دا سرغړونې مخ په زیاتېدو دي.

د بشري حقونو د څار سازمان یوه اعلامیه کې د دې سازمان د ښځو څانګې مشرې هېدر بار له قوله، د نجونو او ښځو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونو وحشتناک بولي او زیاتوي، دا شرایط له نجونو او ښځو خپلواکي اخلي او دوی له خپلو وړتیاوو محروموي.

د مېرمن بار اشاره د طالبانو له‌خوا په زور د نجونو او ښځو مخ پټولو ته ده چې نږدې میاشت وړاندې طالبانو جبري کړل.

اغلې بار ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې حالت ورځ تر بلې خرابېږي. موږ د دې شاهدان یوو چې د هېواد په هره برخه کې هره ورځ د دوی پر حقونو محدودیتونه لګېږي. موږ وینو چې نړیواله ټولنه دې وضعیت ته د ډېرو اعلامیو، ژورو اندېښنو څرګندولو او غندلو سره ځواب وایي، خو افغان مېرمنې له اعلامیو ور ها خوا لا ډېر څه غواړي، هغوی د اساسي پلانونو او ګامونو پورته کولو ته په تمه دي او غواړي چې په دې برخه کې عملي کار وویني."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشره هيدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشره هيدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشره زیاتوي، د طالبانو دا پرېکړه چې د حجاب نه د مراعتولو پر مهال د کورنۍ نارینه‌وو ته سزا ورکوي، نارینه مجبوروي چې پر ښځو محدودیت زیات کړي.

مېرمن بار پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه کوي چې پر نجونو او ښځو د طالبانو محدودیتونه یې یوازې په اعلامیو کې غندلي او په دې کې پاتې راغلي چې د دې وضعیت مخنیوی وکړي.

خو طالبان بیا وايي، حجاب د افغانستان کورنۍ موضوع ده او تر خوا یې د افغان ښځو ټول حقونه خوندي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد په دې اړه وايي: "داسې څه په افغانستان کې نه‌شته چې د چا حقوق نقض شوي وي، یا نقض شي. د اسلامي امارت له‌خوا هڅه کېږي، هغو برخو کې چې رسېده‌ګي نه‌ده‌ شوې، ورته رسېده‌ګي وشي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

ښاعلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبانو واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته، پر نجونو او ښځو د محدودیت لګولو لپاره څو ګامونه واخيستل چې دا پرېکړې یې له پراخ غبرګون سره مخ دي.

دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل، په ډېرو دولتي ادارو کې د ښځو حضور را کم کړ، پر ښځو یې مخ پټول جبري کړل او تر خوا یې له محرم پرته د دوی په سفر بندیز هم ولګاوه.

د دوی دا کړنې په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ وې.

یو شمېر ښځو په دې تړاو اعتراضونه هم وکړل، چې د دوی په خبره طالبانو یې د اعتراضونه مخه ونیوله.

تازه په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازولي وايي، له ثانوي زده‌کړو د نجونو د راګرځولو او نورې محدوده کوونکې پرېکړې، د ښځو پرمختګ،خپلواکۍ او د افغانستان راتلونکې ته زیان رسوي.

په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازې پر طالب چارواکو غږ کوي چې د ټولو افغانانو غوښتنو ته غوږ ونیسي.

تر خوا یې د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې یو واضحه پلان جوړ کړي چې څه ډول له ښځو او نجونو سره د طالبان د ناوړه چلند مخه ونیسي او پر طالبانو فشار راوړي چې دا چلند پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG