د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

نړيوالو سازمانونو د افغان ښځو د وضعيت په اړه د بېړنۍ غونډې جوړېدو غوښتنه کړې


يو شمېر افغان مېرمنې
يو شمېر افغان مېرمنې

د بشري حقونو د څار سازمان او د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د ښځو د حقونو یو شمېر ټولنو د ملګروملتو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغان ښځو د ناوړه وضعیت په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو بېلابېلو ټولنو د ملګروملتو د بشري حقونو په پنځوسمه غونډه کې د افغان ښځو د بحران په اړه د فوري بحث غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو د څار سازمان، د افغان ښځو تعلیمي مرکز، د نړیوال عدالت مرکز، د زده کړو لپاره د افغانستان مرسته وکړئ، ملاله فنډ، د بخښنې نړیوال سازمان، د مشترک المنافع د بشري حقونو طرحې او یو شمېر نورو ټولنو دا غوښتنه په یوه لیک کې د ملګروملتو د بشري حقونو له شورا کړې ده او ویلي یې دي چې پر فوري بحث سربېره د افغان ښځو بحران ته د ځواب ویلو لپاره د یوه پرېکړه لیک د ملاتړ غوښتنه کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار د دې لیک په اړه ازادي رادیو ته وویل: "د بشري حقونو سازمان نن له ۲۴ نورو ټولنو سره په ګډه یو لیک واستاوه، پکې ویې ویل چې موږ د ملګروملتو د بشري حقونو له شورا غواړو چې په خپله غونډه کې یوه ناسته په افغانستان کې د ښځو د حقونو د اوسني بحران په اړه خبرو ته ځانګړې کړي. د تېر کال د اګست له پنځلسمې، چې طالبان واک ته رسېدلي دي، د ژوند په هره برخه کې یې د ښځو حقونه محدود کړي دي."

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو مسوله هیدر بار

هیدر بار همدا راز وویل، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مدافع ټولنو ویلي چې طالبان د بیان ازادي، د غونډو او تګ راتګ ازادي او نور حقونه له نجونو او ښځو اخیستې او اوس افغانستان په درسته نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منع دي.

د بشري حقونو او د ښځو مدافع ټولنو په خپل لیک کې زیاته کړې، په وروستیو اوونیو کې وضعیت لا خراب شوی ځکه چې طالبانو امر کړی چې نجونې او ښځې باید له سر تر پښو پټې وي او له کور څخه یوازې د ضرورت په وخت ووځي.

د افغان ښځو د محدوديت په اړه څو ځل نړيوال غبرګونونه وښودل شول.
د افغان ښځو د محدوديت په اړه څو ځل نړيوال غبرګونونه وښودل شول.

د بشري حقونو ټولنې وايي، نړیوالې څېړنې، د شاهدانو څرګندونې او ویدیويي شواهد ښيي چې د ښځو د حقونو د دفاع کوونکو او نورو اعتراض کوونکو پر کورونو چاپې وهل کېږي، ګواښل کېږي، یرغمل کېږي او په جبري ډول بې درکه کېږي.

دوی همدا راز وايي چې د اعتراض کوونکو پر ضد له برقي ډنډو او د کیمیايي موادو له سپرې کار اخیستل کېږي.

د بشري حقونو او د ښځو د حقونو ملاتړو ټولنو د ملګروملتو د بشري حقونو شورا ته په استولي لیک کې د افغان ښځو ناوړه وضعیت ته په اشارې لیکلي چې دا د نن سبا په نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې تر ټولو جدي بحران دی او په ۱۹۹۶ کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته د ښځو د حقونو لپاره تر ټولو سخت بحران دی.

XS
SM
MD
LG