د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د پوهنې وزارت له لوري د زرګونه بستونو اعلان؛ ښځينه ګډونوالې د ازموينې پر روڼتيا شک لري


د معارف وزارت ودانۍ
د معارف وزارت ودانۍ

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې له ۷ زرو زیات تدریسي او اداري بستونه اعلان کړل، خو يو شمېر ښځې چې غواړي يادو بستونو ته ازموينه ورکړي، پر روڼتيا يې شکمنې دي.

د دغه وزارت چارواکو د سه شنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له دفتر او د ازموینې له کمېټې سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې د ازادې سیالۍ له لارې په دغو بستونو کې خلک ګمارل کېږي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ښوونکو د ۵ او شپږم تر اوه زره زیات بستونه اعلان کړل.

د دغه وزارت د استخدام ریس بسم الله نعماني د سه شنبې په ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او د ازموینې د کمېټې له مسوولینو سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل، چې ګومارنې به د ازادې سیالۍ له لارې ترسره شي.

نوموړي وويل: "د ازادې سیالۍ له لارې په شلو ولایتونو کې د ښوونکو پنځم او شپږم ۷۲۰۰ بستونه ازاد رقابت ته وړاندې کېږي، چې په دې کې ۲۰۸۳ د ښځو او ۵۱۰۷ بستونه د نارینه وو لپاره دي."

ښځينه نوماندانې وايي، د ازموينې پر روڼتيا شک لري
ښځينه نوماندانې وايي، د ازموينې پر روڼتيا شک لري

د طالبانو د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، دغه بستونه په ارزګان، بامیان، بغلان، پروان، پکتیا، پنجشېر، جوزجان، خوست، دایکندي، زابل، سرپل، غزني، فاریاب، کندز، کندهار، لوګر، نیمروز، میدان وردګ او بلخ ولایتونو کې ازادې سیالۍ ته وړاندې کېږي.

د پوهنې وزارت د استخدام ریس بسم الله نعماني وویل، د دغو بستونو د استخدام ازموینه به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاست د مسوولینو، د ازموینې د کمېټې او د ولایتونو د پوهنې د رئیسانو په حضور کې واخیستل شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د چارواکو په وینا، له دې وړاندې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د ۱۹۱۳بستونو لپاره ازموینه اخیستل شوې وه چې د استخدام عملي چارې یې پیل شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر ښځې، چې غواړي په دې پروسه کې برخه واخلي په پروسه کې د شفافیت په اړه اندېښنه لري.

له ډلې یې د نسیمې په نوم یوې مېرمنې ازادي راډیو ته وویل: "

طالبانو لا تر اوسه نجونو او مېرمنو ته د زده کړو او کار اجازه نه ده ورکړې، څنګه امکان لري چې په دې پروسه کې دې روڼتیا موجوده وي

، ایا طالبان موږ ته د کار زمینه برابروې؟ زه فکر کوم دا یوازې شعار دی او بس."

خو د طالبانو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس عبدالحنان عارف الله په دې کنفرانس کې ټینګار وکړ چې پروسه به رڼه وي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د یو شمېر دولتي ادارو زيات شمېر مسلکي کارکوونکي له دندو ګوښه شوي او ځينو يې تر اوسه مياشتني معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي.

یو شمېر ښوونکو په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه‌دي ترلاسه کړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال په ټول افغانستان کې ۲۴۲ زره ښوونکي شته چې ۹۲ زره یې ښځې دي.

XS
SM
MD
LG