د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

يو شمېر افغانې کورنۍ د نجونو د زده کړو په خاطر ايران ته تللې دي


د ايران په يو خصوصي ښوونځي کې افغان زده کوونکې
د ايران په يو خصوصي ښوونځي کې افغان زده کوونکې

راپورونه وايي، ګڼې افغانې کورنۍ د دې لپاره چې وکړای شي په خپلو لوڼو نور تعلیم وکړي، د خطرونو په منلو سره ایران ته اوښتي دي.

د ایران په مشهد ښار کې د افغان کډوالو لپاره د یوه غیر دولتي ښوونځي سرمعلمې زینب سجادي ویلي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، د دوی په ښوونځي کې د نجونو نوم لیکنه خورا زیاته شوې ده.

۴۱ کلنې سجادي د بریتانیا میډل ایست ای (Middle East Eye) خپرونې ته ویلي، په سلګونو نوې زده کوونکې یې منلي چې ټولګي یې ډک دي.

د هغې په وینا، زیات وخت په ټولګي کې ځای هم نه وي او ځینې زده کوونکي په ولاړې خپل درسونه وايي.

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړه، نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي.

طالبانو په وار- وار ویلي چې دوی په دې اړه پر یوه طرحه کار کوي، چې په عملي کېدو سره به یې ټولو نجونو ته د تعلیم زمینه برابره شي، خو اوونۍ او میاشتې تېرې شوې، لا هم نجونو ته د زده کړې اجازه نه ده ورکړل شوې.

په ایران کې د افغان نجونو د تعلیم پر وضعیت د طالبانو د پوهنې وزارت زموږ له غوښتنې سره- سره کومه تبصره ونه کړه، خو دغه وزارت تر دې مخکې ویلي، چې د نجونو د تعلیم په اړه د دوی د مشرانو سلا مشورې روانې دي.

نن یکشنبه په افغانستان کې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم د مخنیوي ۲۴۰ ورځې پوره شوې.

لا تر اوسه د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو کوم مثبت خبر نه تر سترګو کېږي.
لا تر اوسه د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو کوم مثبت خبر نه تر سترګو کېږي.

په مشهد کې د افغان کډوالو د خصوصي ښوونځي سرمعلمې زینب سجادي ویلي، د دوی ښوونځی اوس په درېیو شفټونو کې تدریس کوي او ښوونکي هم له اضافه کارۍ پرته حاضر شوي چې زده کوونکو ته په خپله خوښه اضافي تدریس وکړي.

د دغه ښوونځي ۶۰ فیصده زده کوونکي افغان نجونې دي، چې هره میاشت په سلګونو نورې دغه ښوونځي ته د نوم لیکنې لپاره ورځي.

ګڼو افغانانو ویلي چې پر ډېرو خطرناکو لارو ایران ته اوښتي چې هلته هم د ایراني ځواکونو له سختو چلندونو سره مخامخېږي.

میډل ایست ای خپرونه ایران له هغو هېوادونو ګڼي، چې هېڅکله یې د افغانانو اخراج نه دی درولی.

ایران په وروستیو کې ادعا کړې، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا یو ميلیون نورو افغانانو دغه هېواد ته پناه وړې ده.

XS
SM
MD
LG