د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

طالبان: نږدې راتلونکې کې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل کېږي


ارشیف: په ارزګان کې د یوه ښوونځي ټولګی
ارشیف: په ارزګان کې د یوه ښوونځي ټولګی

د طالبانو د مذاکراتي ډلې غړی انس حقاني وايي، د نجونو زده کړه د افغانانو ګډه غوښتنه ده او په نږدې راتلونکې کې به په ټول افغانستان کې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.

انس حقاني چې د چهارشنبې ورځ یې په خوست کې د ځوانانو او مدني فعالانو یوې غونډې ته خبرې کولې، وویل په بېلابېلو ولایتونو کې دیني علماء راپورته شول او د اسلامي او افغاني کلتور په رڼا کې يې د نجونو د زده کړو غوښتنه وکړه.

ده زیاته کړه: "هېڅوک باید دا فکر ونه کړي چې یو مشروع کار د اسلامي نظام له لوري بندېږي او یا به ښځې او نجونې چې د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره تعلیم کوي، هغوی به تعلیم ته نه پرېښودل کېږي."

دی وايي، مخکې هم د پوهنې وزارت لخوا د نجونو د ښوونځیو د بندېدو خبره نه وه شوې، بلکې تر امرثاني پورې يې د ځنډېدو یادونه شوې وه.

انس حقاني
انس حقاني

انس حقاني دغه راز وايي، دباندې څخه د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو پر سر تخریبېږي او خلک مایوسه شوي دي او تر ډېره د دوی مایوسي پر ځای ده، خو نږدې راتلونکې کې دا مشکل حلېږي.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت د روانې غويي په اتمه ویلي وو، چې د نجونو د ښوونځیو په تړاو د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني.

د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره که څه هم تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانېستل شول، خو له اوم ټولګی څخه د پورته نجونو ښوونځي تر اوسه ځنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG