د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

طالبان: د نجونو ښوونځیو په اړه د بهرنيانو فرمایشونه او فشارونه نه منو


په ارزګان کې د يوه ښوونځي ټولګى
په ارزګان کې د يوه ښوونځي ټولګى

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وایي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني.

وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت په ادرس له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو غبرګونونه تېز شول، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، په دې برخه کې دوی د هېڅ یو بهرني هېواد فرمایشونه او فشارونو ته غاړه نه ږدي.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی حکومت د خپل مصالحو په نظر کې نیولو سره د د دغو نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي.

هغه زیاته کړه: "اسلامي امارت که نجونو ته د تعلیم اجازه ورکوي یا دا اجازه ځنډوي، د خپلې پالیسۍ او مصالحو په اساس یې کوي، په دې اړه د خارجي جهتونو چې کوم فرمایشونه دي، یا هغوی کوم فشارونه واردوي او اخطارونه ورکوي دا هېڅ اهمیت نه لري، دا کوم منطقي اړخ نه لري، اسلامي امارت دلته د یو مستقل نظام په توګه د خپلو مصالحو او خلکو په حقونو تر بهرنیو جهتونو ښه پوهېږي."

ښاغلی ریان وایي، چې د دوی حکومت په ټولو نورو برخو کې د ښو مشورو ورکړې او همکاریو ته اړتیا لري، خو په خبره یې د دوی ګواښونه ورته د منلو نه دي.

نوموړی دا خبره وروسته له هغې کوي، چې د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیري امریکا غږ سره په یوه مرکه ویلي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندوالي په اړه باید له طالبانو سره جدي حساب وشي.

رينا اميري
رينا اميري

طالبانو له دې وړاندې ازادي راډیو خبرو کې ویلي وو، چې له ۶ ټولګیو پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانېسته به د دوی د مشرتابه تر امر ثاني پورې ځنډولي وي.

ظاهراً طالبانو د دې پرېکړې لامل، د نجونو زده کوونکو او ښځینه ښوونکو د لباس یا جامې لپاره د طرحې جوړول یاد کړی وو.

پرون چهارشنبه د بشري حقونو د څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په بلخ ولایت کې د نجونو د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که د جامو په اړه سخت مقررات رعایت نه کړي، ښوونځي به یې بند کړل شي.

د تېر کال د اګسټ له میاشتې راپه دې خوا، چې طالبان واک ته رسېدلي، په بلخ کې د نجونو لېسې او نور ښوونځي نه دي تړل شوي.

XS
SM
MD
LG