د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د طالبانو لخوا د مدرسو جوړولو پرېکړه؛ د بشري حقونو نړيوال سازمان پرې غبرګون ښودلی


انځور: د بشري حقونو د نړيوال سازمان سازمان د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار
انځور: د بشري حقونو د نړيوال سازمان سازمان د ښځو برخې مرستیاله هیدر بار

د طالبانو د پوهنې وزارت دا پریکړه، چې د افغانستان په هر ولایت کې به یوه لویه مدرسه جوړه شي، د بشر د حقونو د نړېوال سازمان له غبرګون سره مخ شوې.

د دغه سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدر بار له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د طالبانو وروستۍ پرېکړه دا ښيي چې دوی له شپږم ټولکي پورته د نجونو د ښونځیو بیا پرانیستلو ته لیواله نه دي.

اغلې بار وايي: " له هغې وروسته چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل او په دې برخه کې د میاشتو په تېرېدو سره هیڅ یو پرمختګ هم رامنځته نشو او تازه د طالبانو پوهنې وزیر په ټول افغانستان کې د مدرسو د جوړېدو پرېکړه وکړه دا د دې ښکارندوي کوي چې دوی د ښوونځيو د بیا پرانیستې لپاره هیڅ لېواله نه دي او معلومه نه ده چې د نجونو ښونځي به کله او څنګه پرانیزي. "

اغلې بار دغه پرېکړه د افغانستان راتلونکي ته خطرناکه ګڼلې.

د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست وزیر مولوي نور الله منیر تېره ورځ لوګر ته په یو سفر کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان په هر ولایت کې یوه لویه مدرسه جوړوي.

د طالبانو دغې پرېکړې بیا یو شمېر نجونې زده کونکې اندېښمنې کړي.

عایشه په کابل کې د یو دولتي ښوونځي د دولسم ټولکي زده کونکې ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، د نجونو په پرمخ باید د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

نوموړې وويل: " که مدرسې جوړیږي دا ښه خبره ده او موږ ورته خوشحاله یو خو د دې ویره لرو چې مدرسې د مکتوبونو ځای ونه نیسي او موږ ته به وویل شي چې نور مکتوبونو ته مه ځئ او مدرسو ته لاړې شئ."

خو د طالبانو د حکومت پوهنې وزارت بیا دغو ټولو اندېښنو ته په ځواب کې وايی، چې د نجونو د ښونځیو بیا پرانیسته د دوی د حکومت لپاره لومړيتوب دی.

د دې وزارت ویاند عزیز احمد ریان له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه د بشر د حقونو د نړېوال سازمان اندېښنه شایعه وبلله.

نوموړي وويل:" د دیني مدرسو د جوړېدو انګېزه دا ده چې موږ نور نه غواړو زموږ ځوانان، طالبان او د دیني زده کړو زده کونکي نورو هېوادونو ته د دیني زدکړو لپاره لاړ شي، دوی باید په خپل وطن کې زده کړې وکړي او د خپل وطن له فرهنګ سره بلد شي او دا شایعات سم نه دي چې مدرسې د مکاتبو د بدیل په حیث جوړیږي. نه، مکاتب په خپل ځای اهمیت لري. "

ښاغلی ریان وايي، اوس مهال په ټول افغانستان کې ۱۹ زره ښوونځي شته چې ۳ زره یې خصوصي دي.

د نوموړي په خبره د ټولو دولتي ښوونځیو معاشونه او امتیازات د طالبانو د حکومت لخوا ورکول کیږي.

د ښاغلي ریان په خبره، د طالبانو حکومت د ښوونځیو فعال ساتلو لپاره ژمن دی او ډېر ژر به د شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د نجونو پر مخ خلاص شي.

سره له دې چې طالبانو د روان لمریز کال د حمل په میاشت کې د ټولو ښوونځیو د پیل خبره کړې وه خو خپله دا پرېکړه یې بېرته واخیسته او لا هم په افغانستان کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښونځي تړلي دي.

دې موضوع تر اوسه په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه لرلي دي.

XS
SM
MD
LG