د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

يونيسف: د نجونو د ښوونځيو پرانيستلو کې طالبانو خپله ژمنه ماته کړې


ارشيف
ارشيف

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولګیو پر تړل کېدو اندېښنه وښوده.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، د طالبانو له خوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا تړل کېدو پرون یکشنبه میاشت پوره شوه، خو د ښوونځیو د پرانیستلو کېدو لپاره کوم اقدام ونه شو.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې د ارتباطاتو مشرې سم مورت (Sam Mort) پرون ازادۍ راډیو ته وویل:

“یوه میاشت کېږي چې پر افغانستان واکمنو چارواکو خپله هغه ژمنه ماته کړې چې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستل کېدو لپاره یې کړې وه. یونیسف سخته اندېښنه لري چې په افغانستان کې یو ملیون نجونې هېرې کړای شوي دي. دا په افغانستان کې ماشومانو ته بل ګوزار ګڼل کېږي.”

بلخوا یونیسف پرون په خپل رسمي ټویټر کې یوه ویډیو خپره کړې چې د ۱۶ کلنې ماریا غوښتنه په کې منعکسه شوې ده.

ماریا ویلي، چې په لسم ټولګي کې وه او تمه یې درلوده چې خپلې پاتې زده کړې پر وخت بشپړې کړي.

نوموړې ويلي:

“دا مو مسلم حق دی چې په پوهې پسې لاړې شو. خپل زیات دوستان مې لیدلي چې په ژور خپګان اخته شوي. ورو-ورو موږ هم په دې ستونزه اخته کېږو.”

د طالبانو حکومت که څه هم ژمنه کړې چې د تېرې وري/ حمل میاشتې پر درېیمه به د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، خو په دې ورځ یې خپله پرېکړه بېرته واخیسته او هغه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې یې کولې، په ژړا او خپګان کورونو ته ستنې شوې.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي له اووم تر دوولسم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په اړه مشورې روانې دي.

ښاغلي ريان وويل:

“اسلامي امارت له دې موضوع غافل نه دی، بلکې پر دې موضوع په مسلسل ډول کار کوي او سلا مشورې روانې دي. تفاهمات روان دي. داسې نه ده چې دا موضوع دې په شا روانه وي، بلکې ورځ په ورځ پرمخ روانه ده. زیاته هیله شته چې دا موضوع به ژر او په ښه شکل حل شي.”

ګڼو سازمانونو او هېوادونو له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

XS
SM
MD
LG