د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۸ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۲:۰۷

د سواد نړیواله ورځ؛ نجونې ولې له زده کړو پاتې دي؟


ارشیف، مزار کې یوه زده کوونکې ښوونځي ته په لاره

د سواد نړیواله ورځ؛ نجونې ولې له زده کړو پاتې دي؟

د بشري حقونو نړیوال قانون له مخې هر انسان د وړیا، الزامي، او له توپیري چلنده پرته د ابتدايي زده کړو حق لري.

خو د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د لیک لوست کچه پکې تر ټولو ټيټه ده.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په دې هېواد کې د ټولو وګړو د لیک لوست کچه سږ کال ۴۸ فیصده ته رسېدلې.

د یونیسکو د احصايې ادارې د روان کال په لومړیو کې ویلي چې په ټولو لوستو افغانانو کې د نارینه وو د لیک لوست کچه ۵۵ فیصده او د ښځو د لیک لوست کچه ۲۹.۸ ده.

دا په دې مانا چې د نارینه وو په پرتله د ښځو د لیک لوست کچه شا او خوا پنځه ویشت فیصده ټیټه ده.

ښوونځیو ته د تلونکو هلکانو او نجونو د شمېر تر منځ هم د پام وړ توپیر شته.

د کوچنیانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یا یونیسیف وايي، په افغانستان کې ۳.۷ ملیونه کوچنیان له زده کړو بې برخې دي چې شپېته فیصده یې نجونې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د همدې ادارې د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په ښوونځيو کې شامل لس میلیونه کوچنیان اوس ښوونځیو ته نه ځي.

نجونې ولې له زده کړو بې برخې دي؟

د ازادي راډيو د خبریالانو د راپورونو پر اساس په لیري پرتو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د نه تلو مهم لاملونه د ناامنۍ تر څنګ ټولنيز محدودیتونه، د ښځينه ښوونکو کمښت او د نجونو په ښوونځیو کې د نظافت ساتلو د اسانتیا نشتوالی او له ښوونځي لرې والی دي.

امنیت

په افغانستان کې وسله واله جګړه په دوامداره توګه د کوچنیانو پر زده کړو منفي اغېز لري په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو یې منفي اغېز ډېر دی.

کورنۍ تر ډېره زړه نه ښه کوي چې په ناامنو حالاتو کې نجونې ښوونځي ته ولېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما په ۲۰۱۹م کال کې په افغانستان کې د جګړو په نتيجه کې په دې کال کې د ۳،۴۰۳ ملکیانو د وژل کېدو راپور ورکړ چې د دغې ادارې په وینا ۳۰ فیصده یې کوچنیان وو.

د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره ښوونځيو ته د کوچنیانو پر تګ هم منفي اغېز شوی.

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په هغو ولایتونو کې چې ناامني زیاته ده، لوی شمېر کوچنیان ښوونځیو ته نه ځي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان یوه ستونزه دا یاده کړې چې د حکومت او طالبان دواړه لوري ځيني وختونه د ښوونځيو له ودانیو د نښتو پر مهال استفاده کوي چې په نتیجه کې يې ښوونځي یو نظامي هدف ګرځي.

پر دې سربېره په ځينو مواردو کې وسله وال پر ښوونځيو بریدونه کړي او له منځه یې وړي.

تخار کې د یوه سوځول شوي ښوونځي انځور، 04 February 2020
تخار کې د یوه سوځول شوي ښوونځي انځور، 04 February 2020

"په ۲۰۲۰م کال کې زده کړې تر بریدونو لاندې" په نوم د زده کړو د خوندیتوب نړیوال ائتلاف ادارې د راپور له مخې په افغانستان کې له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې وسله والو پر ښوونځيو درې سوه بریدونه کړي او داعش ډلې په ځانګړې توګه د نجونو پر ښوونځيو بریدونه کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۱۸م کال کې تر ټولو زیات ښوونځي په ننګرهار، فاریاب او ارزګان ولایتونو کې د بریدونو په نتیجه کې وتړل شول.

د وسله والو بریدونو تر څنګ د قانون پلي کوونکو ادارو ناتواني هم د دې لامل کېږي چې کوچنیان د جنایتکارانو قرباني شي.

په دې وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو د کوچنیانو د تښتول کېدو راپورونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په وینا دا د دې لامل کېږي چې خلک خپلې نجونې له ښوونځیو راوګرځوي.

د ښوونځيو سیستم او ټولنيز محدودیتونه

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د نجونو جلا ښوونځي یوازې ۱۶ فیصده دي.

د راپورونو له مخې یو شمېر ښوونځي یوازې هلکان شاملوي.

د دې تر څنګ د بشري حقونو د نړیوال سازمان په وینا، شپېته فیصده دولتي ښوونځي تشنابونه نه لري.

هغه نجونې چې میاشتنی عادت یې پیل شوی وي، په ځانګړې توګه د دغې اسانتیا د نشوالي له کبله اغېزمنې کېږي او د هیومن رايټس واچ په وینا په ځينو مواردو کې هغوی اړې کېږي چې له زده کړو لاس واخلي.

د افغانستان په ځينو سیمو کې همداراز ښوونځي د ګوتو په شمار دي او له ځينو اوسېدونکو ډېر لرې وي چې دا ښوونځي ته د لاسرسي په برخه کې په ځانګړې توګه د نجونو مخې ته یو بل خنډ ګڼل کېږي.

په ځينو ولایتونو کې د ښځینه ښوونکو کمښت د دې لامل شوی چې له نجونو د زده کړو حق اخیستل کېږي.

د ازادي راډيو د خبریالانو د راپورونو پر اساس په ډېری مواردو کې خلک له خپلو نجونو د زده کړو حق ځکه اخلي چې ښوونځي يې ښځينه ښوونکې نه لري.

د بشري حقونو نړیوال سازمان په وینا په افغانستان کې له ۳۴ ولایتونو څخه په اوولسو کې د ښځينه ښوونکو شمېر یوازې شل فیصده دی.

د کوچني عمر ودونه یو بل ټولنيز محدودیت دی چې د نجونو د زده کړو مخې ته خنډ ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د قانون له مخې د نجونو لپاره د واده لږ تر لږه عمر شپاړس کاله دی خو تر ډېره دا قانون نه عملي کېږي.

د کوچني عمر د ودونو په نتيجه کې له نجونو زده کړې پاته کېږي او د بشري حقونو نړیوال سازمان په وینا دا ډول نجونې د هغو ښځو په پرتله چې وروسته ودونه کوي، ډېری یې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

ملالۍ بشير

XS
SM
MD
LG