د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

ښوونځي ته د نجونو د تګ په موخه د ارزګانۍ ښوونکې هڅې


 ارزګان کې د نجونو ملالۍ لېسې زده کوونکي
ارزګان کې د نجونو ملالۍ لېسې زده کوونکي

په ارزګان ولایت کې یوه ښوونکې توانېدلې چې سلګونه کورنۍ وهڅوي چې خپلي نجوني ښوونځۍ ته ولېږي.

په مرکز ترینکوټ کې یوازینۍ ملالۍ ښځینه لېسه ده چې اوسمهال شاوخوا۹۰۰ زده کونکي په کې په زده کړو بوخت دي.

دې لېسې ته شاوخوا ۱۷ کال وړاندې یوازې د ګوتو په شمېر نجونې د زده کړو لپاره تللي ځکه هغه وخت په دغه ولایت کې هېڅ ښځینه ښوونکې نه وه او یا نجونو ته نارینه ښوونکو تدریس ورکاوه.

مهتاب محمدي په ټولګي کې د درس ورکولو پرمهال
مهتاب محمدي په ټولګي کې د درس ورکولو پرمهال

پوره ۱۷ کاله مخکې مهتاب محمدي په نوم د کندهار ولایت یوې اوسېدونکې هڅې پیل کړې چې د ارزګان په مرکز کې د سیمې خلک قانع کړي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي.

مهتاب محمدي خپلې دغې مبارزې ته په ارزګان غوندې ټولنه چې د پوهنې د ریاست د معلوماتو له مخې لاهم ۹۷ سلنه کورنۍ خپلې نجونې ښوونځۍ ته نه پرېږدي، هغه د ګوتو په شمېر نجونې چې ښوونځي ته تللي اوس یې سلګونو ته رسولي.

دا وايي: "زه اصلي د کندهار ولایت یم، زما کورنۍ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ګاونډي هېواد ایران کډواله شوه او زه مې پلار هلته ښوونځي ته واچولم څو کال مې ښوونځی وویل خو کله چې دا دولت جوړ شو نو موږ بېرته کندهار ته راغلو او ما د یوه ارزګاني سره واده وکړ خو کله چې ترینکوټ ته راغلم اوخپله لور مې ښوونځي ته ولېږله خو په ښوونځي کې ښځینه ښوونکې نه وه او نجوني کمې وې نو ما هم د کورنۍد مخالفتونو سره ښوونځي ته لاړم او هتله مې نجونو ته زده کړه پیل کړه نو وروسته زیات شمېر کورنیو خپلې نجونې ښوونځي ته پرېښولې."

مهتاب محمدي په یاده لیسه کې د ښوونکي ترڅنګ اوس د یادې لېسې د امریت چارې هم له تېر یونیم کال راهیسې مخې ته وړي.

د معلوماتو له مخي د د دې لېسې څخه د پیل څخه تر دامهال تر ۸۰ زیاتې نجونې د دولسم ټولګي څخه فارغ شوي دي چې اوسمهال یو شمېر قابله ګانې او نرسانې دي، یو شمېر په موسساتو کې کار کوي او یو شمېر نوري اوس په یاد لیسه کې د ښوونکي په صفت دنده لري.

مسکا عرفان د لومړنیو زده کونکو څخه ده چې اوسمهال په ملالۍ لېسه کې د مهتاب په څېر له تېرو ۷ کلنو راهیسې زده کونکو تدریس کوي.

د ملالۍ لېسې په یوه ټولګي کې مسکا عرفان د تدریس پرمهال
د ملالۍ لېسې په یوه ټولګي کې مسکا عرفان د تدریس پرمهال

دا وايي: "ما ډېر ارمان لاره چې ښوونځی ووایم خو کورنۍ مې اجازه نه راکوله چې ښوونځي ته لاړه شم، ځکه په ښوونځي کې ښځينه ښوونکې نه وه خو کله چې مهتاب محمدي ښوونځي ته د ښوونکې په صفت راغله نو سمدستي یو کال وروسته ماته کورنۍ ښوونځي ته د تګ اجازه راکړه او ارمان مې پوره شو چې پر زړه مې لرلې."

مسکا وايي، د مهتاب په څېر د نور نجونو په پر زړونو چې د زده کړو ارمانونه پوره کړي.

د ارزګان د پوهنې رياست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ټولنیزو محتدويتونو له کبله ۹۷ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي او یوازې ۳ سلنه نجونې زده کړې کوي.

د پوهني رئیس مېرزا محمد سالاري وايي، اوسمهال په ارزګان ولایت کې ۱۳۶۱ ښوونکي ګمارل شوي چې ۱۴۵ يې ښځینه ښوونکي دي.

نوموړی زياته وي چې په دغه ولايت کې دا مهال د ۱۶۹ فعاله ښوونځيو له ډلې څخه ۱۸ ښځينه ښوونځي فعاله دي چې ۸ لومړني ښوونځي، ۴ منځني ښوونځي او ۶ لېسې دي.

په دغه ولايت کې لسګونه ښوونځي د جګړو له امله هم د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.

خو مهتاب محمدي په دغه ولایت کې د ښوونکې ترڅنګ د ښځو یو شبکه هم جوړ کړې چې د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو لپاره هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG