د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

سېف دي چلدرن: افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي


ارشيف: بادغيس ولايت کې نجونې ښوونځي ته د تګ پر مهال
ارشيف: بادغيس ولايت کې نجونې ښوونځي ته د تګ پر مهال

سېف دي چلدرن موسسه وايي، په داسې حال کې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته افغان نجونو ته د زده کړو اجازه لا نه ده ورکړې، د افغانستان په ولایتونو کې نژدې ۸۰ سلنه نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې دي.

سېف دي چلدرن، یونسیف او ایجوکېشن کلسټر په ګډه د هغو نجونو په اړه څېړنه کړې چې په تېره یوه میاشت کې ښوونځیو ته تللې دي.

په راپور کې څرګنده شوې چې له یو ملیون او سل زره نجونو زده کوونکو څخه نژدې ۸۵ زره ښوونځیو ته نه ځي.

د سېف دي چلدرن د اسیا سیمه ییز ريیس اولیفر فرانچي وايي، کله چې تېره میاشت د نوي تعلیمي کال په پیل کې نجونې په هیجان او خوشالۍ ښوونځیو ته لاړې هغه مهال یې سخت ټکان وخوړ چې ورته وویل شول چې بېرته کورونو ته لاړې شي.

له هماغه وخته سېف دي چلدرن له نجونو سره خبرې کړي او هغوی ورته ویلي، په دې خاطر یې سخت زړونه مات شوي او نهیلي شوې چې له لومړني حق يعنې زده کړو بې برخې شوي دي.

دی زیاتوي، تعلیم د ټولو ماشومانو، په تېره بیا د نجونو د ژوند لپاره مهم دی، بې له زده کړو دوی په کم عمر د واده په شمول د لا زیات تشدد، بدسلوکۍ او سو استفادې له خطر سره مخامخ کېږي.

په افغانستان کې د نجونو د ژغورنې او د هېواد د راتلونکي لپاره سېف دي چلدرن پر افغان طالبانو غږ کوي چې د ټولو عمرونو نجونې پرېږدي چې ښوونځیو ته ستنې شي.

سېف دې چلدن همدا راز ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د بند ساتلو لپاره هیڅ راز اداري، لوژیستیکي او یا بله ستونزه نه شته چې د نجونو د زده کړو مخنیوی توجیه کړای شی.

سېف دي چلدرن همدا راز ویلي چې نړیواله ټولنه هم مهم رول لري او پکار ده د هغو نجونو، چې اوس ښوونځیو ته ځي، ملاتړ او مالي مرستې ته دوام ورکړي ځکه چې په افغانستان کې تعلیمي سیستم په یوه نري تار تړلی او اوس هغه وخت نه دی چې په دې برخه کې له هلو ځلو شا تګ وشي.

XS
SM
MD
LG