د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د نجونو پر زده کړه د بنديز دوام؛ توماس ويسټ او کرزي يې پر اندېښنو خبرې کړي


ارشيف: د افغانستان لپاره د امريکا استازی توماس ويسټ او پخوانی ولسمشر حامد کرزی
ارشيف: د افغانستان لپاره د امريکا استازی توماس ويسټ او پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي طالبانو له لوري د افغان نجونو د زده کړو د بندیز دوام ته اندېښمن دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي د نجونو د زده کړو د مخنیوي دوام د طالبانو د بار بار ژمنو خلاف عمل دی او د ښځو او نجونو د حقونو نقض د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخوي.

ښاغلي ویسټ تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي دي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې خبرې کړي او د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز پر دوام يې د اندېښنې د څرګندولو تر څنګ په کابل کې د ښوونځي پر زده کوونکو د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه خواخوږي ورسره شریکه کړې ده.

نوموړي یو وار بیا له طالبانو غوښتي چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي او په دې برخه کې د دیني عالمانو او افغان مشرانو غوښتنو ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو په یوه ناسته کې او د طالبانو مشرتابه ته په یو لیک کې له دوی غوښتي و، چې له زده کړو د نجونو محرومول شرعي او ديني اړخ نه لري او نجونې کولی شي د اسلامي حجاب په مراعتولو سره زدکړې وکړي.

په ځینو ولایتونو او پاکستان کې هم یو شمېر مېشتو افغان دیني عالمانو د طالبانو له مشرانو په یو لیک کې دا غوښتنه کړې وه.

په همدې حال کې د پاکستان لپاره د پخواني جمهوری نظام ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي پر خپل فیسبوک، د پاکستان یو عالم مولوي تقي عثماني ته منسوب یو لیک خپور کړی چې په کې د طالبانو له مشرتابه د افغان نجونو په وړاندې د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه شوې ده.

په دې لیک چې د روژې په اتلسم د طالبانو مشر هبت الله اخوند زاده ته لیکل شوی راغلي:

“ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو زده کړه ډېره مهمه ده، ځکه د ښځو اړوند مسایلو د حل لپاره اړتیا ده چې د هېواد نجونې تعلیم یافته شي.”

تقي عثماني ته منسوب دا لیک په رسمي ډول نه دی تاييد شوي او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تر اوسه په دې اړه زموږ پوښتنه نه ده ځواب کړې.

په ورته وخت کې نن په کابل کې د مدني ټولنو سیاسي ګوندوو او قومي شوراګانو یو شمېر استازو په همدې اړه په یوه غونډه کې د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د دې غونډې یوه جوړونکي ابراهیم ایمان ازادي راډيو ته وویل:

“موږ او ټول افغان ولس دې ته حیران یو چې طالبانو په کوم بنسټ، د کومې فتوې له مخې د نجونو ښوونځي تړلي دي، د کوم ولس چې ښځې بې سواده وي نارینه يې هیڅکله پرمختګ نه شي کولای، موږ په اسلامي امارت غږ کوو چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.”

د طالبانو د پوهنې وزارت تازه په دې اړه څه نه وايي خو له دې وړاندې يې ویلي چې د ښوونځيو د خلاصېدو په برخه کې د خپل مشرتابه د حکم انتظار باسي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو اته میاشتې کېږي او له همغه مودې راهیسې د دوی له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

XS
SM
MD
LG