د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

د بشري حقونو څار ډله: بلخ کې نجونو او ښوونکو ته خبردارى ورکړل شوى


په ارزګان کې د ښوونځي دننه د ټولګي انځور
په ارزګان کې د ښوونځي دننه د ټولګي انځور

د بشري حقونو د څار ډله وايي، په بلخ ولایت کې یو شمېر نجونې زده کوونکې او د هغو ښوونکې باور لري چې طالبان د دوی پر جامو د سختو مقرراتو په لګولو سره غواړي چې دوی نور ښوونځیو ته لاړې نه شي.

د بشري حقونو د څار ډلې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په بلخ ولایت کې د نجونو د ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړی چې که د جامو په اړه سخت مقررات رعایت نه کړي، ښوونځي به یې بند کړل شي.

د تېر کال د اګست له میاشتې راپه دې خوا، چې طالبان واک ته رسېدلي، په بلخ کې د نجونو لېسې او نور ښوونځي نه دي تړل شوي.

دا سازمان په خپل هغه راپور کې چې پرون (چهارشنبې) یې خپور کړ، د نجونو د یوې ښوونکې په قول ویلي چې د جامو په برخه کې د طالبانو اصول او مقررات ورځ په ورځ سختېږي.

دې ښوونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز ویلي، څوک چې د طالبانو دا ډول سخت مقررات ونه مني، له ښوونځیو ایستل کېږي.

هیدر بار
هیدر بار

د دې سازمان د ښځو د برخې مسوولې هیدربار تېره شپه ازادي رادیو ته وویل: "د بشري حقونو څارونکو نن د یوه داسې حقیقت په اړه لیکلي چې په بلخ ولایت، هغه ولایت چې حتي د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د طالبانو د مارچ د ۲۳ نېټې له پرېکړې وروسته هم ښوونځي پرانیستي وو، نجونې او ښوونکې وايي، احساس کوي چې طالبان د محدودیتونو په زیاتولو او د جامو په برخه کې د سختیو په زیاتولو سره هڅه کوي چې نجونې له تعلیمه منع کړي. طالبان زده کوونکې او ښوونکې د مخ پټولو ته اړ باسي او که نجونې او ښوونکې هغسي جامې ونه زغملی شي چې طالبان یې غواړي، هغوی له ښوونځي باسي او حتي ښوونځي بندوي."

طالب چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو د بشري حقونو د څار ډلې د یو شمېر نجونو زده کوونکو په قول ویلي، چې د طالبانو له سختیو سره سره درس ویلو ته دوام ورکوي.

څه باندې ۲۲۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د نجونو لېسې او منځني ښوونځي بند دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه پر یوې طرحې کار کوي.

د طالبانو له لوري د نجونو د زده کړو پر مخنیوي افغانانو او نړیوالو سختې نیوکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG