د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

د کابل په دشت برچي کې پر ښوونځي له بريد وروسته يو شمېر ښوونځي تړل شوي


انځور، ارشيف
انځور، ارشيف

د کابل په لویدیځ دشت برچي سیمه کې له وروستیو خونړیو حملو او چاودونو وروسته یو شمېر ښوونځي تړل شوي او په ځینو کې د زده کوونکو حضور کم رنګه شوی دی.

عقيل د کابل په لویدیځ کې د یو خصوصي ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکی دی.

هغه او يو شمېر نورو زده کوونکو ښايي په وار وار د بېلابېلو لاملونو له امله ښوونځيو ته نه وي تللي.

خو دا ځل چې د نا امنۍ له ویرې ښوونځي ته نه ځي، وايي: "زموږ د ښوونځي مسولینو موږ ته ویلي دي چې د ناامنۍ او دغه شان زموږ ښوونځي ته د ورپېښ ګواښ له امله له اختره وروسته هم څو ورځې رخصت دی."

خو دا یوازې د ښوونځيو مسولین نه دي، چې دې وضعیت ته اندېښمن دي بلکې د زده کوونکو کورنۍ هم په دې اړه سختې ویرېدلې دي.

یو شمېر ښوونکي وايي، چې د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي له حملې وروسته د کابل په دې برخه کې د کومو ښوونځیو دروازې، چې پرانیستې هم دي، د زده کوونکو ورتګ ورته کم دی.

د عبدالرحیم شهید د لېسې یوه ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه ښوونځي کې له چاودنې وروسته د ټولګیو له ۵۰ تر شپېته زده کوونکو اوس ایله څلور یا پنځه تنه پاتې دي.

نوموړي وويل: "له چاودنې وروسته چې د عبدالرحیم شهید په لېسه کې وشوه، واقعاً له بده مرغه د زده کوونکو شمېر ډېرکم شوی دی، خلک د ناامنۍ له ویرې خپل ماشومان ښوونځيو ته نه استوي."

د کابل د دشت برچي سیمه د ۱۳ او ۱۸ امنیتي حوزې اړوند ده.

دغلته د یو بل ښوونځي یوه ښوونکي ازادي راډيو ته وویل: "د دیارلسمي حوزې له مسولینو سره چې د ښوونځیو مسولینو کومه ناسته درلوده په دې مسله په کې بحث وشو، دوی موږ ته د امنیت ډاډ هم راکړ خو تر اوسه عملي څه نه تر سترګو کیږي، لکه کومه امنیتي ګزمه نشته، لنډه دا چې د دیارلسمې امنیتي حوزې مسولینو یوازې د امنیت د تامین ژمنه وکړه. "

خو دا چې د طالبانو امنیتي بنسټونو د کابل په دشت برچي سیمه کې د ښوونځیو مرکزونو د امنیت د تامین لپاره څه طرحه لري له هڅو سره سره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو له دې وړاندې يې ویلي وو چې د کابل د دغه سیمې په ګډون به دوبی د پلازمینې امنیت خوندي کړي.

د طالبانو د حکومت د رسمي شمېرو پر بنسټ د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي په حمله کې لس زده کوونکي وژل شوي او له پنځلسو ډېر ټپيان شوي وو.

خو عیني شاهدانو د تلفاتو شمېر تر دې لوړ ښودلی وو.

د کابل په دشت برچي سیمه کې زیات شمېر ښوونکي د دغه وضعیت د دوام له امله اندېښمن دي.

دوی وايي که حالت همداسې دوام وکړي نو دغلته ښايي د زده کړو بهیر په ټپه ودریږي.

XS
SM
MD
LG