سره له دې چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي لا نه دي پرانیستل شوي خو د طالبانو او مذهبي مشرانو په منځ کې د نجونو د زده کړو د پلویانو ملاتړ په زیاتېدو
دی.
د بحران د نړیوالې ډلې شنونکی ابراهیم بهایس وايي:"دیني عالمان وايي چې تعلیم د نجونو حق دی. دوی هڅه کوي چې د طالبانو سختدریځي عناصر قانع کړي او ورته ووايي چې د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه یې پرېکړه تاوان پېښوي."
وړمه ورځ د طالبانو یوه مشر او د کورنیو چارو د وزیر سلاکار انس حقاني په خوست کې یوې غونډې ته وویل چې ژر به د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د دیني عالمانو یوه غونډه راوبلل شي.
د بحران د نړیوالې ډلې شنونکی ښاغلي بهایس د امریکا ملي راډیو (این پي آر) ته ویلي چې د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني، چې اوس د دوی د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني او د طالبانو د حکومت مرستیال ملاعبدالغني برادر له اووم تر دوولسم پورې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو دفاع کوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت هم د ټولو نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.
دغه وزارت د حمل په دوهمه ښوونځي پرانیستل خو له شپږم ټولکي پورته نجونو ته د سختدریځو په غوښتنه وویل شول چې بېرته کورونو ته لاړې شي.
د دغه وزارت ویندوی عزیزاحمد ریان، هیله ښيي چې ژر به د دیني عالمانو په غونډه کې د نجونو د ښوونځیو ستونزه حل شي.
دی د نجونو د زده کړو او کار په دفاع کې وايي: "د ټولو هېوادوالو په تېره بیا د مېرمنو حقونو په ځانګړي ډول د تعلیم حق ته ځان متعهد او ژمن بولي او تاسي په جریان کې یاست چې اوس په ټول افغانستان کې ۲ اعشاریه ۷ ملیونه نجونې له لومړي نه تر شپږم ټولګي پورې مکاتبو ته ځي. په ټول افغانستان کې ۹۲ زره ښځینه ښوونکې په منظم ډول تدریس کوي او د معارف وزارت او ځینو نورو وزارتونو کې ښځینه کارمندانې خپلو دندو ته راځي."
ابراهیم بهایس ویلي چې د هرات د دارلعلوم د مشر جلیل الله اخوندزاده په شمول یو شمېر ملایان هم اوس د نجونو د زده کړو ننګه کوي او نوموړي تېره میاشت په دې برخه کې فتوا صادره کړه.
خو ویل کېږي چې د سترې محکمې د رييس عبدالحکیم حقاني په شمول یو شمېر سختدریځي طالبان بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو له زده کړو سره مخالف دي.
د هغوی په نظر له لسو کلونو پورته نجونې باید له کوره ونه وځي.
د کابل، بلخ او پکتیا ولایتونو ملایانو د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره غونډې وکړې او لیکونه یې واستول.
د پاکستان یوه مشهور دیني عالم محمد تقي عثماني هم دې ته ورته غوښتنه وکړه.