د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

ځينې ښوونکي: له تېرو درېیو مياشتو راهيسې معاشونه نه دي راکړل شوي


د يو ښځينه ښوونځي د ټولګي انځور
د يو ښځينه ښوونځي د ټولګي انځور

په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو یو شمېر ښوونکي شکایت کوي، چې له دریو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

رڼا چې د کابل ښار د یولسمې ناحیې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې ده وايي، تر دې دمه يې لا د تېر لمریز کال د دلوې او حوت میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

دا وايي خاوند يې تقاعد کړی او دوی اوس د دې له معاشه پرته بل کوم عاید نه لري.

نوموړې وايي:"موږ تر اوسه د تېر لمریز کال د دلوې او حوت میاشتې معاشونه نه دي ترلاسه کړي، له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ یو، حکومت باید موږ ته پام وکړي تر څو له ستونزو خلاص شو."

فرید فروتن چې د کابل ښار په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی هم ورته شکایت لري.

نوموړی وايي:" له اقتصادي ستونزو سره مخ یم، درې میاشتې کېږي چې معاشونه مو نه دي اخیستي، یونېسف ژمنه کړې وه چې زموږ معاشونه به راکوي، حکومت هم همدا موضوع بهانه کړه او تر اوسه يې زموږ معاشونه نه دي راکړي."

‌د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، کله چې دوی بیا پر افغانستان واکمن شول، د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال د ښوونکو د اسد، سنبلې، میزان، عقرب او قوس میاشتې معاشونه د طالبانو د حکومت او د جدي او دلوې معاشونه د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونېسف له خوا ورکول شول.

د افغانستان د پوهنې وزارت
د افغانستان د پوهنې وزارت

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان وايي، د ښوونکو معاشونه د پوهنې وزارت او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق د یوې هوکړې له مخکې ورکول شول.

ښاغلي ریان ازادي راډيو ته وویل ښايي د یو شمېر ښوونکو معاشونه د یونېسف له خوا تر اوسه نه وي ورکول شوي، خو په خبره یې ورکول کېږي.

نوموړي وويل:"درې اوونۍ مخکې د پوهنې وزارت د سیمه ییز ریاست او یونیسف ترمنځ په یوه جلسه کې پرېکړه وشوه چې یونیسف به هغه ښوونکو ته چې تر اوسه معاشات نه دي ورکول شوي هر څومره ژر چې کېږي معاشات به ورکوي."

دی وايي، په ځینو مواردو کې مالیې وزارت ته د ښوونکو د استحقاقونو ناوخته رسېدل او ځینې تخنیکي ستونزې لامل شوي چې د دوی میاشتني امتیازات په وخت ونه رسيږي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وايي، چې د دولتي مامورینو د معاشاتو د ورکول بهیر په عادي ډول روان دی.

د دې وزارت د رسنیو د برخې مسول حامد ارغندیوال ازادي راډيو سره په خبرو کې تایید کړه چې د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله په ځینو برخو کې معاشونه په خپل وخت نه دي اجرا شوي.

د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال په ټول افغانستان کې ۲۴۰ زره ښوونکي کار بوخت دي چې له دې ډلې يې په سلو کې ۳۸ ښځینه ښوونکې دي.

XS
SM
MD
LG