د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د غزني د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي: ښوونکو مو ټولګيو ته نه راځي


زده کوونکي شکايت کوي چې غزني کې ښوونکي ښوونځيو ته نه ورځي.
زده کوونکي شکايت کوي چې غزني کې ښوونکي ښوونځيو ته نه ورځي.

د غزني د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي وايي، ډېری وخت يې ښوونکي ښوونځي, او ټولګيو ته نه راځي چې د دوی پر درسي بهير يې منفي اغېز کړی دی.

نور الله چې د غزني ښار په سید احمد مکه يي لېسه کې د شپږم ټولګي زده کوونکی دی وايي، هره ورځ ښوونځي ته ځي خو د ښوونکو د نه راتګ له امله یې زده کړې سختې اغېزمنې شوې دي.

دی وايي، ډېری وخت یې تر نیمايي زیات ښوونکي په ښوونځي کې زده کړو ورکولو ته نه حاضریږي.

نورالله زیاتوي: "زموږ شپږ مضمونونه دي، استادان مو کله دوه وي، کله یو وي، کله لا بېخي راځي نه."

يو بل زده کوونکی زین الله هم نصرالله ته ورته شکایت لري او وايي، کله چې په پسرلي کې سږني درسونه پیل شوي، نو له هغه وروسته ډېری ښوونکي درسونو ته نه راځي.

نوموړی وايي، که یوې خوا ته ښوونکي نه راځي، نو بلې خوا ته په ښوونځیو کې د کتابونو کمښت هم د زده کوونکو زده کړې اغېزمنې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې د ښوونځیو ډېری زده کوونکي شکایت کوي چې درسونو ته یې ښوونکي نه حاضریږي.

دوی وايي له دې سره یې زده کړې سختې اغېزمنې شوې دي.

دغه شاګردان وايي، په ورځ کې یواځزې یو څو ښوونکي راځي، زده کړې ورکوي او نور یې نو ټول مضمونونه پرته له تدريس پاتې کیږي.

د سميع الله په نوم د غزني ښار د حکيم سنايي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی وايي: "زموږ استادان نه راځي، په ورځ کې شپږ مضمونونه لرو په هغه کې کله دوه ووایو، کله درې ووایو، داسې ورځ هم وي چې په هغه کې بېخي استاد رانه شي، نو نه یې ووایو."

که زده کوونکي د ښوونکو له نه راتګ څخه شکایت لري، خو دغه ښوونکي بیا د دغه زده کوونکو شکایت ناسم بولي او وايي، دوی په خپل وخت خپلو درسونو ته حاضریږي.

استاد حداد چې په غزني ښار کې ښوونکی دی ازادي راډيو سره خبرو کې وويل:"داسې خبره نه ده، استادان تل په وظیفه کې وي، خو په دې خاطر چې د ښوونکو معاشونه کم دي، کورونه یې غټ وي او یا کومه ستونزه ولري، ځیني وخت یا کوم بل ځای کار یا مزدوري کوي، غیر حاضري لري، خو بېرته وظیفې ته راغبرګیږي."

دغه زده کوونکي او د زده کوونکو کورنۍ د پوهنې ریاست له چارواکو غواړي، ترڅو د ښوونکو د غير حاضرۍ يا نشتون ستونزه حل کړي.

خو په غزني کې د پوهنې ریاست چارواکي وايي، که دغه ستونزه شتون ولري، هڅه به وکړي چې هواره یې کړي.

د یاد ریاست مرستیال مشر مولوي عمر خان وثیق وايي، کله کله زده کوونکي پلمې جوړوي.

هغه وايي، د دوی د څارنې ډلې له ښوونځيو نظارت کوي او په خبره يې چې د ځینو ښوونځیو دغه شکایتونه هم دوی ته ور رسېدلي دي.

نوموړي وويل:"یو خو د ښوونځیو شاګردان بې ځایه د ښوونځیو شکایتونه کوي او له هغه راوروسته موږ د نظارت امریت ته وظیفه ورکړې ده هغه وخت په وخت وځي، د ځینو ښوونځیو موږ ته هم شکایت شوی دی، چې استاد راشي، حاضري امضا کړي او بیا خپل کار ته ځي، نو موږ لګیا یو، انشاالله له اختر وروسته به ټولې ستونزې حل شي."

له تېرو دریو کالو څخه کورونا وباء، ورپسې سختو جګړو او اوس بیا ښوونځیو ته د استادانو نه راتګ هغه ستونزې دي چې په غزني کې یې د نارینه زده کوونکو زده کړې اغېزمنې کړي، خو ترڅنګ یې تر شپږم ټولګۍ پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدل هم یوه لویه ستونزه ده.

XS
SM
MD
LG