د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

طالبان: په ښوونيز نصاب کې بدلون نه راځي


انځور: د پوهنې وزارت
انځور: د پوهنې وزارت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وایي د تېر جمهوري نظام په تعلیمي نصاب کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او له دې وروسته به هم د همدې نصاب له مخې ښوونځیو کې تدریس کېږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو د پورته زده کوونکو نجونو د زده کړو سرنوشت لا هم نه دی معلوم د طالبانو حکومت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ښوونځیو د تدریسی کتابونو د وېش د لړۍ د پیل خبر ورکوي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت خبر ور کړی چې د تېر جمهوري نظام د نصاب له مخې چاپ شوي کتابونه یې یو اندازه وېشلي، څه د وېش په حال کې دي او یوه اندازه نور په هند او چین کې تر چاپ لاندې دي.

ارشيف: لغمان کې د نجونو يو ټولګی
ارشيف: لغمان کې د نجونو يو ټولګی

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان نن دوشنبه رسنیو ته د دغه وزارت د وزیر د اختر پېغام رسولو په یوه برخه کې ویلي چې دا چاپ شوي او چاي کېدونکي کتابونه له لومړي تر دولسم ټولګیو دي.

په پېغام کې راغلي: "د کابل په ښار او ټولو څوارلسو ولسوالیو کې د ۷ میلیونو درسي کتابونو د وېش بهیر بشپړ شوی دی د هېواد په ۷ نورو ولایتونو کې څه د پاسه ۶ میلیونه کتابونه د توزیع په حال کې دي، څه د پاسه پنځه میلیونه کتابونه چې د هېواد ۷ولایتونو ته کفایت کوي، له چین څخه هېواد ته د را رسېدلو په حال کې دي، د ۱۹پاتې ولایتونو لپاره ۲۱ میلیونه جلده کتابونه په هندوستان هېواد کې تر چاپ لاندې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې د چاپ، انتقال او توزیع پروسه بشپړه شي."

په دغه اختریز پیغام کې د چاپ شویو او چاپ کېدونکو کتابونو د لګښت په اړه څه نه دي ویل شوي چې لګښت یې د چا له خوا ورکول کېږي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال په ښوونځیو کې د تدریسي کتابونو د کمښت ستونزه وخت ناوخت راپورته کېده خو حکومت په دې اړه د بودجې د کمبود خبره کوله.

وړاندې داسې اندېښنې موجودې وې چې ښايي طالبان په افغانستان کې د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې بدلون راولي.

یو شمېر راپورونه هم ورکول شوي وو چې دغه ډلې د ځینو فرهنګي کتابونو پر ځای نصاب ته د دینې کتابونو د ور زیاتولو پرېکړه کړې خو طالبانو دغه ادعا نه وه تایید کړې.

د پوهنې وزارت ویاند د سرپرست وزیر په دغه اختریز پیغام کې دا هم ویلي چې د ازاد رقابت له لارې په مرکز او ولایاتو کې د نارینه او ښځینه ښوونکو د ګمارنې بهیر په هم روان دی، دغه شان د هېواد په هره ولسوالي کې به لږ تر لږه له ۳ څخه تر ۱۰ پورې د کلیوالي لومړنیو ښوونځیو او د هر ولایت په کچه د یوې سترې دینې جامعې چې لږ تر لږه به د زر(۱۰۰۰) تنو زده کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري، جوړول په نږدې راتلونکي کې په پلان کې دي.

طالبانو داسې مهال له لومړي تر ۱۲ ټولګیو د کتابونو د چاپ او وېش خبره کوي چې لا هم له شپږم پورته ټولګیو نجونو زده کوونکو ته د ښوونځیو د تګ اجازه یې نه ده کړې.

دا هغه څه دي چې د نوي ښوونځیو کال له پیله تر اوسه په هېواد دننه او بهر یې په پراخه کچه غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي.

خو د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند بیا هم په پخواني دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې مسلې د حل لپاره د خپل مشرتابه پرېکړې ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG