د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

ملګرو ملتونو د افغان نجونو د زده کړو پر موضوع ټینګار وکړ


په ارزګان کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی
په ارزګان کې د نجونو د یوه ښوونځي ټولګی

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ مرستیالې کیلي کلیمنتس افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د نجونو د زده کړې پر موضوع ټینګار کړی دی.

د لسم ټولګي زده کوونکې پښتنه په خپل ښوونځي پسې خفه ده، خو وایي لا هم تمه لري چې واکمن نظام یعنې طالبان به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

دا چې په کابل کې ژوند کوي وایي، د لوړو زده کړو هیله یې درلوده او د یوې ښې دندې درلودل یې ارمان و.

هغه زیاتوي: "زه خفه، مور او پلار مې خفه، ځکه چې زه زده کړو ته نه پرېښودل کېږم، زه هره ورځ په دې هیله د تلوېزیون او راډیو خبرونه اورم چې واورم ښوونځي پیل شول او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شوه، زه غواړم زده کړې وکړم، پوهنتون ووایم، دنده ولرم او خپل هیواد ته خدمت وکم."

په کابل کې د زرغونې عالي لېسه
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په دې هېواد کې د ښوونځیو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوې خو لا هم په دې اړه د طالبانو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې کیلي کلیمینټس هم ویلي، چې په دې هېواد کې میلیونونه ماشومان زده کړو ته لاسرسی نه لري چې ډېری یې نجونې دي.

اغلې کلیمینټس، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ افغانستان ته سفر کړی پر خپل ټویټر لیکلي دي: "ميليونونه افغان مېرمنې او نجونې بايد د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې ونډه واخلي، اړينه ده چې د دوی د ونډې، فعاليت او رهبرۍ لپاره لازمه زمينه برابره شي، ما نن په هرات کې دغه پوټنشیل تر ډېره بريده وليد، د ټولو ستونزو سره سره دوی راتلونکې ته زموږ په څېر هيله منې دي."

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره سم، زرګونه هغه مېرمنې چې د تېر حکومت پر مهال یې بېلابېلې دولتي دندې درلودې له دندو راګرځول شوي او په کور ناستې دي.

دغه شان په دې هېواد کې بې کاري تر بل هر وخت زیاته شوې چې خلک یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ تازه پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې په افغانستان کې ۲۴,۴ ميليونو خلک بشري مرستو او خونديتوب ته اړتیا لري.

دغه ادارې ویلي دي، دغه کسان د خوراکي موادو له جدي کمښت سره مخامخ دي او بشري مرستې د ميليونو هغو لپاره حياتي ارزښت لري.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دې وړاندې غږ کړی و، چې د ژمي له رسېدو وړاندې باید نړیواله ټولنه د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له خوا د سږکال لپاره د غوښتل شوو پیسو درې میلیارده ډالر چې لا تر اوسه دغې ټولنې نه دي سپارل شوي برابر کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه وایي، خو له دې وړاندې یې په وار وار ویلي، چې د دوی د تعریف له مخې د یو خوندي چاپېریال له رامنځته کېدو وروسته به نجونو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل شي، خو لا معلومه نه ده چې دا کار به کله وکړي.

XS
SM
MD
LG