د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ځینې ښځینه ورزشکارانې: طالبان لا هم د ورزشي فعالیتونو اجازه نه راکوي


هرات کې د تکواندو ښځینه لوبغاړي - August 18, 2017
هرات کې د تکواندو ښځینه لوبغاړي - August 18, 2017

یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې وايي، د لسو میاشتو په تېرېدو او د طالبانو له ژمنو سره سره لا هم دوی ته د ورزشي فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي.

د داسې یوه هېواد لپاره د بریا هڅه چې په کې حاکم نظام ان د فوټبال دغه ښځینه لوبغاړو ته د ورزش اجازه هم نه ورکوي.

خو دوی د خپل هېواد اوسېدونکو ته د ویاړونو د راوړلو په تکل کې دي.

د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبغاړو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو پر مهال له دې هېواده تر وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې، د اسټرالیا د ویکتوریا ایالت د فوټبال په سیمه ییزو سیالیو کې ګډون وکړ.

خو دلته په افغانستان کې د لسو میاشتو په تېرېدو لا هم مېرمنو ته د ورزش اجازه نه ده ورکول شوې.

ښځینه ورزشکارانې وايي، که څه هم د طالبانو حکومت په دې اړه په وار وار ژمنې وکړې، خو په خبره یې دا ژمنې لا هم ژمنې پاتې دي.

دوی وايي، د طالبانو حکومت ویل چې د مېرمنو د ورزش لپاره د یو خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په هڅه کې دي خو زیاتوي، چې لا هم د ښځینه ورزشکارانو لپاره د طالبانو په تعریف برابر خوندي چاپېریال نه دی رامنځته شوی.

د کابل په ښار کې مېشته د پارا المپیک یوه ورزشکاره چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، چې ټولې ښځینه ورزشکارانې د خپل راتلونکې په اړه سختې اندېښمني دي.

هغه وايي: "زموږ د ورزشکارانو اندېښنې بیخي زیاتې دي، چې ولې اسلامي امارت زموږ په اړه یوه سمه پرېکړه نه کوي، دوی غواړي چې افغانستان د پرمختګ پر ځای په شاه تګ وکړي، دوی خپلې کړې پرېکړې بېرته نه اخلي، واقعا موږ ډېرې خفه یو."

دا وايي، د هغې لېوالتیا له مخې، چې له ورزش سره یې لري اوس په شخصي ډول دا کارکوي او، چې کله یې ترې طالبان پوښتنه ورته وايي، ناروغه ده ډاکتر ورته د ورزش کولو ویلي دي.

نوموړې وايي، اوسمهال په افغانستان کې پاتې زیات شمېر ښځینه ورزشکارانې له دې هېواده د وتلو په هڅه کې دي.

حفیظه بهمني، چې په افغانستان کې د موتای ورزش استاده وه او سلګونه شاګردان يې درلودل د طالبانو له راتګ وروسته يې هېواد پرېښود.

نوموړې اوسمهال په استرالیا کې ژوند کوي، وايي هڅه کوي چې دغلته مېشتو افغان نجونو ته چې له ورزش سره مینه لري د روزنې یو مرکز جوړ کړي.

نوموړې له طالبانو غواړي، چې باید په کور دننه ښځینه ورزشکارانو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

هغه زیاتوي: "زه له حاکم نظامه هیله کوم، دا ترې غواړم بلکې جدي یې وایم چې دوی باید پر ښځو لګولي محدودیتونه بېرته واخلي، او اجازه ورکړي چې مېرمنې ورزش وکړي، زده کړې وکړي او خپل راتلونکې په خپله وټاکي."

ښځینه ورزشکارانې دغه شان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په دې برخه کې پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي څو د ښځو حق ورکړي

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسي، چې نږدې لس میاشتې ترې تېرېږي په کور دننه د ښځو په ورزشي فعالیتونو او له شپږمو ټولګیو پورته په زد کړو بندیزونه لګېدلي دي.

دغه شان طالبانو پر ښځو حجاب جبري کړی او له محرم پرته سفر نه شي کولای.

که څه هم څو میاشتې وړاندې د طالبانود حکومت د بدني روزنې او ورزش ریاست ژمنه کړې وه چې د ښځو د ورزش لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کوي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

د طالبانو د المپیک د ملي کمېټې او بدنې روزنې ریاست د نشراتو مسوول محمد الله احساس ازادي راډیو سره په خبرو کې یو وار بیا ورته ژمنه تکراروي خو وايي ،لا هم وخت شته چې په دې اړه یو خوندي چاپېریال رامنځته او پرېکړه وشي.

هغه وویل: "د افغانستان د بدني روزنې او ورزش اداره په دې کار کوي څو په کور دننه د ښځینه ورزشکارانو لپاره، خوندي چاپېریال او مناسب یونیفورم برابر کړي په دې اړه د اسلامي امارت د مشرتابه پرېکړې ته انتظار باسو."

که څه هم احساس نه وايي، چې د دوی په اصطلاح ښځینه ورزشکارانو ته به کله خوندي چاپېریال رامنځته کېږي، خو له دې وړاندې د طالبانو د المپیک ملي کمېټې مسوولینو د ډېر ژر خبره کړې وه هغه چې لا تر اوسه عملي شوې نه ده.

هڅه مو وکړه، چې د ښځینه کرکټ لوبغاړو د برخلیک په اړه د کرکټ بورد له ویاند فرید هوتک نظر هم ولرو خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې نږدې په هره برخه کې د نجونو لوبډلې موجودې وې.

له فوټبال نیولې، تر کرکټه او دغه شان د تکواندو، ځغاستې، بایسکل چلونې، موی تای، جمناسټیک، پارا المپیک، جوجیستو، بدن جوړونې، ساحلي فوټبال، سنوکر او یو شمېر نورو برخو کې د مېرمنو ملي لوبډلې موجودې وې خو د طالبانو له راتګ وروسته د دوی فعالیتونه په ټپه ودرېدل، ډېری دوی له افغانستانه ووتې او یو شمېر چې په هېواد کې پاتې دي، هم د شته محدودیتونو له امله لا هم غواړي له دغه هېواده ووځي.

XS
SM
MD
LG