د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د بامیانو د بابا غره لمن کې د مېرمنو له حضور پرته د سکي لوبې ترسره شوې


ارشیف؛ په بامیانو کې د سکي لوبې
ارشیف؛ په بامیانو کې د سکي لوبې

د بامیانو ولایت د بابا غره له واورو ډکې لمنې دا ځل یوازې د نارینه وو سکي بازانو د لوبو کوربنې دي.

ښځې نه د لوبغاړو او نه هم د نندارچیانو په توګه حضور لري.

نظیفه حیدری به مخکې هرکال په بامیانو کې د سکي لوبو تمریناتو ته د نندارې او د لوبغاړو د هڅونې لپاره غره ته تله، خو وايي سږ کال د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

نظیفه وایي:" له بده مرغه سږکال ښځې هېڅ نشته ان ښځینه خبریالانې هم نه وې بلل شوې چې دغه سیالیو ته خبري پوښښ ورکړي، سکي بازې نجونې هم نه وې بلل شوې په داسې حال کې چې هغوی د چمتوالي اعلان کړی و چې په لوبو کې به ګډون وکړي."

بامیان د افغانستان له سړو ولایتونو دی چې هر ژمی په کې د واورو ورښت سکي بازانو ته د لوبو میدان جوړوي.

په بامیانو کې به د طالبانو تر واکمنۍ مخکې لسګونو هلکانو او نجونو په ګډه په سکي سیالیو کې ګډون کاوه، خو اوس داسې ښکاري چې د طالبانو په راتګ سر د نجونو ګډون په کې له نا معلوم برخلیکه سره مخ دی.

په بامیانو ولایت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دا لومړنۍ سیالۍ په «قرغنه تو» سیمه کې جوړې شوي دي.

ارشیف؛ د تېر حکومت پر مهال په بامیانو کې د سکي لوبې
ارشیف؛ د تېر حکومت پر مهال په بامیانو کې د سکي لوبې

د سکي ملي فدراسیون مشر داوود کارګر وایي، سره له دې چې ښځو دغو تمرینونو کې د ګډون لېواتیا درلوده خو د طالبانو له لوري ورته د ګډون اجازه نه ده شوې.

کارګر زیاتوي:" د هېواد اوسنیو شرایطو نه ایجابوله چې موږ ښځینه لوبغاړې هم راوبولو چې ګډون وکړي، موږ د هغو پلانون له مخې چې برابر کړی مو ومخته ولاړو."

په بامیانو ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي هم سکي بازو نجونو ته هیله بښوونکی پیغام نه لري.

د طالبانو د حکومت د بامیانو والي عبدالله سرحدي وایي، دوی له لوبغاړو ملاتړ کوي خو په خبره یې، تراوسه د ښځینه لوبغاړو د فعالیتونوپه اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

سرحدي زیاتوي:" موږ متوجه یو او په هر برخه کې همکاري کوو او ورسره ژمنه کوو چې امنیت یې نیسو، د اسلامي اصولو له مخې هر ډول همکاري چې زموږ په وس پوره وي نه یې سپموو."

په بامیانو ولایت کې د سکي د تمرینونو لومړی پړاو د کابل، غزني او بامیانو نه د ۵۰ نارینه وو په ګډون د دلوې میاشتې په اوومه نېټه ترسره شو.

که څه هم د سکي فدراسیون چارواکي په بدخشان او کابل کې هم د نورو تمرینونو خبره ورکوي، خو په کې د ښځو د ګډون په اړه څه نه وایي.

ښځینه لوبغاړې وایي، د دوی د فعالیتونو برخلیک د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې سره هېڅ توپیر نه لري او ښځې له ورزش محرومېدي.

په ورزشي برخه کې د محدودیتونو د لګولو له امله ډېری سکي بازانې د افغانستان پرېښودو ته اړې شوي او یو شمېر هم د طالبانو له ویرې په لوبو او تمرینونو کې د ګډون پر ځای په کور ناستې دي.

XS
SM
MD
LG