نړیوالو سیالانو ته مخامخ یا هم یوه کتار درېدل، هغه هیله چې اوس یې ډېر شمېر افغانې ښځینه ورزشکارې پوره کېدل ناممکن بولي.
حفیظه بهمني چې د نیپال مویتای سیالیو کې یې د سپینو زرو مډال ګټلی وايي، نور په افغانستان کې د ښځو د ورزش لپاره هېڅ هیله نهلري او له هېواده هم وتلې ده.
اغلي بهمني وايي، له افغانستان د وتو په شپو او ورځو کې یې تازه د تکواندو، فټنس، مویتای او بوکس په څانګو کې په خپل شخصي لګښت دوه لوبغالي جوړ کړي وو.
نوموړې زیاتوي:" هغه ښځې چې کابل کې دي ورسره اړیکه کې یم، هغوی د خپل راتلونکي په اړه ناهیلې دي او هېڅ هیله نه لري. لسګونو کسانو ته مې تمرین ورکاوه. په ډېره لېوالتیا مې لوبغالي جوړ کړل، خو و نه توانېدم چې یوه وسیله یې هم له ځان سره ولېږدوم. هر څه مې پرېښودل او له وطنه را ووتم. احساس کوم چې څه هر څه یو خوب و. "
خو سوسن چې لا کابل کې ده او د فټنس په څانګه کې د روزنکې دنده لري وايي، خپله مبارزه یې روانه ساتلې او اوسمهال ۵۰ زدهکوونکې لري.
سوسن وايي، سره له دې چې هره ورځ د ګواښ احساس کوي،خو بیا هم تمرین ځای ته ځي.
دا زیاتوي:" زدهکوونکې مې بېلابېلو ساعتونو کې تنظیم کړي چې خپل ورزش ته دوام ورکړي. ډېرې هیلې مې درلودې. دا چې ډاکټره به شم، نړیوالو سیالیو کې به ګډون وکړم، خو له بده بخته دا یوه هیله هم پوره نهشوه."
خو له دې اندېښنو سره سره د طالبانو د حکومت د المپیک ملي کمېټې ویاند دادمحمد ناوک وايي:" هغه ښځې چې په مخکېني حکومت کې په ادارو چارې بوختې وې او ورزشکارانې هم وې، اوس هم خپلو دندو ته راځي. هڅه کوو چې د ښځو ورزشي فعالیتونه په داسې یوه چوکاټ کې تنظیم شي چې زموږ ارزښتونو او اسلام سره ټکر کې نه وي او د اسلامي امارت د عمومي پالیسۍ له مخې وي. "
داد محمد ناوک ادعا کوي چې اوس مهال ۹۹ سلنه ښځینه ورزشکارانې افغانستان کې دي.
د مخکېني جمهوري نظام یوه له مهمو لاسته راوړنو د ورزش په برخه کې فعالیت و.
افغان نجونو او ښځو په دې برخه کې نه یوازې دا چې په کور دننه ښې لاسته راوړنې درلودې، بلکې په نړیوال ډګر کې هم ښې ځلېدلې وې، خو پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره ډېر ځله د نارینوو د لوبو او فعالیتونو خبرونه اورېدل کېږي، د ښځو ورزشي فعالیتونه ډېر نه دي محسوس.