د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

د طالبانو راتګ؛ لوبغاړې بصیره: ځان پنجره کې احساسوم چې الوتلی نه شم


ارشیف
ارشیف

د طالبانو په لاس د افغانستان د شل کلن نظام او حکومت له ړنګېدو وروسته، ډېری ښځې په کور کیناستې.

په دوی کې ورزشکارانې هم وې چې لاسته راوړنې یې ګوښې شوې اوپه راتلونکې کې هم ورته څه هیلې نه لري.

بصیره شېرزۍ په کابل کې په یوې ۸ کسیزه کورنۍ کې اوسېږي، نوموړې د خپل څه باندې ۲۴ کلن عمر نیمايي برخه ېې په ورزش کې تیره کړې ده.

پلار او کوچنۍ خوريې اوس د پهلوانۍ او تکواندو په ورزش بوخت دي.

بصیره وايي، لس کلنه وه چې د خپل پهلوان پلار د ورزش په لیدو، د ورزش مینه واله شوه او ۱۴ کاله کېږي چې ورزش کوي.

بصیرې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو نه مخکې، هره ورځ په بېلابېلو ځایونوکې ۴ ساعته ورزش کاوه: "زموږ تمرینات تل په غازي ستډیوم کې وو. په خلاصه فضاکې به د نادر خان او وزیر اکبر خان پر غونډۍ د ځغاستې میدان ته تللو. په امید سبز کې به مو کیلومتري مسابقې درلودې. له ۳زرو نه نیولې تر پنځه زرو مترو پورې به مو د ځغاستې تمرین کاوه. څرنګه چې زما سرعت به سل دوه سوه و، په دغو میدانونو کې نه کېده."

دا وايي، په وروستیو کلونو کې یې ډېرې مسابقې کړي، سربېره پر دې یې د هند، قزاقستان او ایران په څلورو سیالیو کې ګډون کړی، خو نه ده توانیدلې چې لوړ ریکارډ په کې جوړ کړي.

د بصیرې په خبره د توکیو د۲۰۲۰ میلادي کال په سیالیو کې چې د کرونا له امله سږکال د جولای په ۲۳مه کې ترسره شوې او د نړۍ د ۲۰۴ هېوادونو ۱۱ زرو ورزشکاران په کې وو، ګډون کړی و.

په دغو سیالیو کې د ځغاستې ټرینره کیمیا یوسفي هم شامله وه.

دا چې له دغو سیالیو وروسته د ورزش ښې راتلونکې ته هیله منده وه او اوس چې د ورزش او سیالیو په اړه هېڅ هیله مندې نشته، په کور ناسته ده .

دا وايي، نجلۍ ده ځکه یوه میاشت کېږي چې له ورزش نه لېرې پاتې ده او نه شي کولی د پخوا په څېر په ورزش کې وځلېږي.

بصیره اوس ځان په پنجره کې د یوې بندې مرغۍ په څېر احساسوي چې الوتلی نه شي: "یوه میاشت کیږي له ورزشه پاتې یم، دلیل ېې دا دی چې طالبان راغلل، موږ او تاسې پوهېږو چې اوس یوه نجلۍ نه شی کولی ورزش وکړي، ورزش لا پریږده چې پر ښځو دندې هم بندې شوې، د طالبانو په راتګ ورزش تر پښو لاندې شو، څوک د ورزش نوم هم نه اخلي چې ورزش څه دی او څنګه کېږي، نجونې ورزش او دندو ته نه پرېښودل کېږي او نه شي کولی خپل استعداد وښيي."

دې راتلونکې ته ډېر پروګرامونه لرل چې اوس یې عملي کولو ته هیلې نه ښکاري او ښايي په راتلونکي کې هم عملي نه شي: "که دوی نه وای راغلي، ډېر پروګرامونه مې لرل، غوښتل مې ډېر تمرینات وکړم. خپله ټرینري د شاګردانو په ګټه پر مخ بوزم. استعدادونه مې لټول.څوک چې استعداد لري، باید افغانستان ته ځانګړی مقام خپل کړي. غوښتل مې دوی ته ځانګړي تمرینات ورکړم، خو هر څه له خاورو سره خاورې شول."

بصیره په نجونو ورزشکارانو کې یوه نمونه وه، خو اوسني وضعیت اندېښنمه کړې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د ورزش او بدني روزنې مسول بشیر احمد رستم زی وایي، د شرعیت په چوکاټ کې هر ډول ورزش ته اجازه ورکول کېږي، خو څه چې تر اوسه روښانه نه دي، د نجونو ورزش دی.

رستم زی وایي، اوس مهال د نجونو ورزش ته اجازه نشته او که د طالبانو مشرانو ورته اجازه ورکړه دوی به هم د نجونو له ورزشه محدودیت لیرې کړي.

XS
SM
MD
LG