د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ريچارډ بينيت: طالبانو ګام په ګام ښځې له ټولنې ګوښه کړي دي


يو شمېر افغانې مېرمنې
يو شمېر افغانې مېرمنې

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت وايي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه ګام په ګام ښځې له ټولنې ګوښه کړې دي.

ریچارډ بنییت چې پرون پنجشنبه ناوخته د اروپا پارلمان ناسته کې د افغانستان اړوند خپل راپور وړاندې کاوه ټینګار یې وکړ، چې په دغه هېواد کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو سرغړونې روانې دي او د دې ښځو د حقونو په تامین کې پاتې راتلل د نړیوالې ټولنې "ناکامي" ده.

په افغانستان کې د دغه هېواد لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له څو ورځو پاتې کېدو وروسته، د اروپا په پارلمان کې د دغه هېواد د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو په تړاو د نوموړي له اندېښنو ډکې څرګندونې کړي دي.

وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د څار لپاره د روان کال د وري په ۱۳ ریچارډ بنییت د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګماره، پرون پنجشنبه د غبرګولي په ۲۶مه نېټه یې د اروپا پارلمان ناسته کې افغانستان ته د خپل سفري راپور وړاندې کولو پر مهال اندېښنه وښوده، چې طالبانو د خپل حکومتولۍ له پیله تر دې دمه افغان ښځې او نجونې په ټولنه کې له فعالې ونډې ګوښه کړي دي.

ښاغلي بنییت په دې ناسته کې وویل: "له تېرې اګست میاشتې راهیسې د طالبانو لخوا ګام په ګام تر سره شوي اقدامات د بشپړ جنسیتی بېلولو له نښو سره مطابقت لري او موخه یې په ټولنه کې د ښځو نامرئی کول دي. د دوی عامه هویت او په ټولنه کې ګډون له منځه وړل دي."

افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت
افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت

ښاغلي بنیت ټینګار وکړ چې دا مهال په افغانستان کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو سر غړونې روانې دي او وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.

نوموړي وويل: "په حقیقت کې دا مهال په افغانستان کې د بشري حقونو ډېرې سرغړونې روانې دي او وضعیت مخ په خرابېدو دی، خو په افغانستان کې د بشري حقونو تر ټولو لوی سرغړونې د ښځو او نجونو سرغړونې دي. په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې شاته تګ یو ناورین دی. دا په معاصر تاریخ کې د بل هر ځای په پرتله د ښځو لپاره د شاته کېدو تر ټولو لوی ګام دی."

ښاغلي بنیټ د مې په شپاړسمه افغانستان ته سفر کړی و.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دغه څرګندونې د کافي اطلاعاتو د نه‌لرلو له امله بولي.

نوموړي وويل: "اوس مهال د نظام په بېلابېلو برخو لکه د روغتیا، لوړو زده کړو، امنیتي او عدلي او قضایي او څارنوالۍ برخه کې ښځې فعاله دي کار کوي، ان دا چې هغو ښځو ته چې تر اوسه کاري چاپېریال برابر نه دی، له کار کولو پرته یې موږ معاشونه وراستوو چې دا له دوی سره ستر احسان دی چې کار نه کوي خو معاش اخلي."

ښاغلی مجاهد دا خبرې داسي مهال کوي چې په افغانستان کې دننه د ښځو د حقونو فعالانې له دې ډلې نفسیه دانش ازادي راډیو سره په خبرو کې دا مني، چې د طالبانو له لوري د ښځو حقونه نقض شوي دي.

نوموړې وويل: "دوی (طالبانو) د افغان ښځو او نجونو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی، اوس اکثره ښځې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي، کونډې دي کورونو کې نارینه نشته چې کار وکړي، نو هغوی ته دوی څه کولای شي؟ چې په کورنو یې کښېنولي، نه یې د کار او نه یې عم د تعلیم زمینه شته."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په اړه ځانګی راپور ورکوونکي ريچارد بینیت هم په خپلو څرګندونو کې نړیوالې ټولنې ته په خطاب ټینګار کړی چې که په افغانستان کې د ښځو د حقونو په دفاع کې پاتې راتلل به یوه نړیواله ناکامي وي او په دې برخه کې ټول ښځې او نارینه مسؤل دي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت مشرتابه پر افغانستان د دوی د بیا ځلې واکمنۍ له پیلېدو راهیسې د بېلابېلو فرمانونو او لارښوونو په خپرولو د افغان ښځو پر تعلیم، کار او سفر بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG