د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

ريچارډ بينيټ ترکيه کې له افغان فعالانو او د پخواني حکومت له چارواکو سره ليدنه کړې


د افغانستان په بشري چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بينيټ
د افغانستان په بشري چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ريچارډ بينيټ

د افغانستان په بشري چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بينيټ په ترکیه کې د ښځینه فعالانو په ګډون له یو شمېر افغانانو سره کتلي دي.

ریچارډ بینیټ وایي چې خبرې یې ګټورې وې.

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکي په ټویټر کې لیکلي دي چې د ښځو د حقونو له یو شمېر مدافعانو، د مدني ټولنې له غړیو، محصلانو، وکیلانو، قاضیانو، د پخواني حکومت له یو شمېر چارواکو او د افغانستان د ملي شورا له پخوانیو غړیو سره کتلي دي.

ریچارډ بینیټ په استانبول کې د دې لیدنو کتنو په اړه په ټویټر کې یوازې دومره لیکلي دي چې دا خبرې رسمي نه وې، خو ګټورې وې

د دې لیدنو کتنو دوو برخه والو چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نومونه واخیستل شي، تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دا خبرې محرمانه او پټې ترسره شوي.

دوی زیاته کړه چې د هغې ژمنې له مخې چې یې کړې ده نه شي کولی د دې غونډو په اړه ډېرې خبرې وکړي.

ریچارډ بینیت تېره اوونۍ په کابل کې د خبرې غونډې پر مهال ویلي و چې د ښځو په وړاندې داسې اقدامات ترسره کېږي چې یو مخ د ټولنې له مخې پسې واخیستل شي.

نوموړي ويلي: "داسې هڅې لکه د منځنۍ او لېسې دورې د نجونو د زده کړو مخنیوی، د کارونو محدودیت، په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د هغوی د مشارکت لپاره نه فرصت، له کورونو د وتلو محدودیت، د محرم شرط، د حجاب سخت قوانین، پر دې سخت ټینګار چې په کورونو کې پاتې شي دا هرڅه له یوه جنس سره تبعیض دی او هدف یې له ټولنې څخه د ښځو تري تم کول دي".

د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت له مخې ښځو ته حقوق ورکوي.

بل لور ته نړیواله ټولنه تل دا خبره کوي چې له طالبانو سره د تعامل لپاره پکار دي چې طالبان په افغانستان کې ټولشموله حکومت جوړ کړي او بشري حقونه رعایت کړي.

XS
SM
MD
LG