د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

ګارډین: په افغانستان کې د کم شمېر بهرنيو ترهګرو رسېدل تشخيص شوي


د طالبانو غړي
د طالبانو غړي

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د القاعدې په فعالیتونو او له امله یې د احتمالي پېښېدونکو ګواښونو په تړاو یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله لیکل شوي، چې القاعده د طالبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې له پټنځایونو برخمنه ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره اوونۍ د القاعدې په تړاو یو راپور خپور کړی و، چې د ګارډین په خبره موندنې به یې هغه اندېښنې زیاتې کړي چې افغانستان بیا د نړیوالو ترهګریزو بریدونو د بستر په توګه کارېدلی شي.

په مقاله کې د ملګرو ملتونو د راپور هغې برخې ته اشاره شوې، چې په افغانستان کې د القاعده مخ په زیاتېدونکي ازاد فعالیت ته په کتو په راتلونکو کلونو کې به دا ډله د لرې واټن بریدونو جوګه وګرځي.

د ګارډین د مقالې لیکوال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د القاعدې لپاره د پراخ فعالیت د زمینې د برابرولو یو عامل یاد کړی.

هغه زیاته کړې، د طالبانو او القاعدې تر منځ نږدې اړیکې به د امریکا د ولسمشر جوبایډن منتقدینو ته دا چانس په لاس ورکړي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه یوه تېروتنه وبولي.

خو لیکوال بیا ویلي، افغانستان ته د لوی شمېر بهرنیو ترهګرو د تللو په اړه اسناد نه شته او یواځې د کم شمېر دغو ترهګرو رسېدل تشخیص شوي.

د ګارډین په مقاله کې بیا د طالبانو د حکومت هغه دریځ ته اشاره شوې، چې ځان د دوحې تړون ته ژمن بولي او وايي، له افغان خاورې به په نورو هېوادونو د بریدونو لپاره چاته اجازه ورنه کړي.

تېره اوونۍ د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په حواله هم په راپورونو کې راغلي وو، چې القاعدې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

خو له دې سره سره د ګارډین په مقاله کې د ملګرو ملتونو د راپور هغه برخه یاده شوې چې وايي، د القاعدې غړي له زابل تر کونړ په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي او ښايي ځینې غړي یې د کابل په ډپلوماټيکه ساحه کې اوسي چېرته چې په اسانۍ د بهرنیو چارو وزارت غونډو ته لاسرسی پیدا کولای شي.

مېل انلاین:

د ګڼو اوزګارو افغان ځوانانو ورځنیو ګیم بازیو او وخت تیرولو د مېل انلاین پام ور اړولی او لیکلي یې دي، چې یو شمېر افغان ځوانانو د وخت د تېرولو لپاره ګېمونو ته مخه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، اوس ځوانان له اوزګارۍ په خپلو مبایلونو کې د پوبجي په نوم یو مشهوره انلاین ګېم کوي چېرته چې د دوی د مبایلونو له وړو سپیکرونو د مجازي جنګونو غږونه راوځي هغه هم داسې یوه ښار کې چې خلک یې د حقیقي چاودنو، ډزو او بریدونو له غږونو سره زیات اشنا دي.

مېل انلاین د عبدالمصور رووفي په نوم د یوه ۲۳ کلن افغان ځوان خبرې راخیستي چې کرۍ ورځ په خپله کوټه کې ناست وي او همدا ګیم کوي.

رووفي ویلي، پخوا یې ښه فوټبال کاوه خو اوس یې ګڼ ملګري بهر دي او دی د وخت تېرولو او ملګرو سره د اړیکو لپاره دا ګیم وهي.

ورځپاڼې زیاته کړې، طالبانو که څه هم د خپلې لومړۍ دورې په نسبت لا تراوسه د ساعتیریو او لوبو پر وړاندې پراخ بندیزونه نه دي لګولي خو په دې لټه کې دي چې پوبجي ګیم بند کړي.

ګېمر عبدالمصور رووفي ویلي، کومې ساعتیرۍ او خنداوې چې دوی پخوا له ملګرو سره درلودې هغه اوس ټولې ختمې دي او یواځې همدا ګېم دی چې وخت پرې تېریږي.

XS
SM
MD
LG