د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د علماوو غونډې ته غبرګونونه؛ حکمتیار: د نجونو ښوونځیو په اړه باید پرېکړه شوې وای


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

د طالبانو له خوا د دیني عالمانو او مخوره د لویې غونډې او پرېکړه لیک په اړه یو شمېر افغان سیاستوالو غبرګونونه ښودلي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، له غونډې تمه وه چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه پرېکړه وکړي هغه مسئله چې څه کره وړاندیز یا پرېکړه یې په اړه ونه شوه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، که طالبان د نجونو تعلیم ته اجازه ورنه کړي ګڼې کورنۍ به له افغانستانه ووځي.

حکمتیار داسې وخت دا خبره کړې، چې د طالبانو له خوا د دیني عالمانو او مخورو د لویې غونډې په پرېکړه لیک کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو په بیا پرانیستلو کره وړاندیز یا پرېکړه نه ده شوې.

حکمتیار له بي بي سي سره په یوه مفصله مرکه کې د نجونو د تعلیم په اړه وویل: "څرګند او واضح ځواب د اسلام په رڼا کې ځواب چې نجونې له خپل مسلم حق چې الله ورکړی او دین ورکړی محرومې نه شي. د دې پایلې به هم ورته ډېرې بدې برېښي چې نجونې له تحصیل محرومې شي. نتیجه به یې دا وي چې هغه کورنۍ چې غواړي لوڼې یې تحصیل وکړي هغه به له افغانستانه وځي. نورو هېوادونو ته به ځي. دا یوه مهمه مسئله ده زموږ هم انتظار دا و چې د علماو په دې غونډه کې په دې بحث وشي."

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو شاوخوا ۲۹۰ ورځې تېرېږي.

که څه هم د طالبانو له خوا د څه باندې څلور نیمو زرو دیني عالمانو او قومي مخورو په غونډه کې ډېرو کمو ګډونوالو د نجونو د تعلیم غږ پورته کړ خو په وروستي پرېکړه لیک کې د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په اړه څه کره وړاندیز ونه شو.

پرېکړه لیک تر ډېره د طالبانو له حکومت په ملاتړ، رسمیت پيژندنې، د مخالفت په نه کولو، د داعش په مبارزې او د وسله وال مخالفت په ختمېدو متمرکزه و او یواځې په یوه ماده کې په ټولیزه توګه د ښځو، لږکیو د حقونو تعلیم او پرمختګونو په اړه یادونه شوې وه.

حکمتیار له بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو له خوا د دې غونډې ګډونوال د طالبانو خواخوږي او ملاتړي وبلل او ویې ویل چې طالبانو دې غونډې ته اړتیا درلوده.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د طالبانو منتقد رحمت الله نبیل بیا د پرېکړه لیک په اړه کلکه نیوکه کړې او ویلي یې دي: "دا غونډه د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل پر ځای تر ډېره د یوې دستار بندۍ جلسې ته پاتې کېدله."

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د طالبانو منتقد رحمت الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس او د طالبانو منتقد رحمت الله نبیل

د پخواني ولسمشر حامدکرزي یوه نږدې همکار او سیاستوال کریم خرم بیا په خپل ټوېټر لیکلي: "د علماوو په قطعنامه کې ښه ټکي شته او هیله ده چې سرپرست حکومت پوره او همه جانبه پاملرنه ورته وکړي."

د پخواني ولسمشر حامدکرزي یوه نږدې همکار او سیاستوال کریم خرم
د پخواني ولسمشر حامدکرزي یوه نږدې همکار او سیاستوال کریم خرم

ګڼو بشرپاله سازمانونو د طالبانو له خوا د دې غونډې په جوړېدو انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د استازیو نشتوالي وښوده چې دوی د ښځو حقونو او تعلیم ته ژمن نه دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار ستونزه به شرایطو ته په کتو حلېږي.

د افغان ښځو په تړاو د جمعې په ورځ په جنوا کې یوه بېړنۍ غونډه درلوه چې په کې له طالبانو وغوښتل د ښځو د حقونو د بهترۍ او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو پر پل روان شي.

XS
SM
MD
LG