د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


 په کابل کې د طالبانو د علماوو غونډې انځور
په کابل کې د طالبانو د علماوو غونډې انځور

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده پر وینا لیکنه خپره کړې، چې د جمعې په ورځ یې د عالمانو لویې غونډې ته وکړه.

ورځپاڼه وايي، د طالبانو مشر د بهرنیانو غوښتنه په داسې حال کې رد کړې، چې د ملګروملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرې په افغانستان کې د ښځو د سیستماتیکې ځپنې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ګارډین لیکلي، د طالبانو د مشر دا وینا له دې کبله نادره وه، چې نوموړی په عام محضر کې نه حاضرېږي.

ده په لومړي وار له کندهاره کابل ته سفر وکړ، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

لا هم د ملاهبت الله اخندزاده کوم تصویر او ویډیو نه ده خپره شوې او وینا یې د رادیو له لارې خپره شوه.

ګارډین ورځپاڼه زیاتوي، ملاهبت الله اخندزاده په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدا د ټولې اسلامي نړۍ بری وباله خو حال دا دی چې هېڅ اسلامي هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ګڼو مسلمانو دیني عالمانو په داخل او خارج کې د طالبانو سخت دریځونه غندلي دي.

ملاهبت الله اخندزاده په خپله وینا کې وویل، چې بهرنیان دې دوی ته لارښوونه نه کوي او نه دوی د هغو امر مني خو د نړۍ هېوادونه له طالبانو پر له پسې غواړي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او د کار او تعلیم اجازه ورکړي.

د ملګروملتو د بشري حقونو لویې کمېشنرې میشل باچلې د جمعې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له نهیلوونکي وضیعت سره مخامخ دي.

دې پر طالبانو غږ وکړ، چې نورو اسلامي هېوادونو ته وګوري چې هېڅ یوه نجونې له زده کړو منع کړي نه دي.

ګارډین ورځپاڼه د کتونکو په قول وايي، چې طالبان ممکن د علماوو په غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پرېکړه وکړي ځکه چې دې مسئلې دوی سره وېشلي دي.

بيزنس سټنډرډ:

بیزنس سټنډرډ ورځپاڼې بیا په دوحه کې د امریکا او طالبانو خبرو ته په اشارې لیکلي، چې امریکايي پلاوي په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره په خبرو کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د محدودیتونو په اړه خبرې وکړې.

که څه هم طالبانو د دې خبرو په اړه ویلي و، چې په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو په اړه یې خبرې کړي خو بیزنس سټنډرد ورځپاڼه وايي، چې دا خبرې په هغو زیاتېدونکو محدودیتونو راڅرخېدې چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي دي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په تدریج د ښځو د محدودولو لور ته ګامونه اخیستي دي.

د دوحې په خبرو کې طالبانو خپله دا ژمنه تازه کړه، چې تروریستي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

XS
SM
MD
LG