د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

طالبان: ملا هبت‌الله فراه ته سفر کړی او له دیني علماوو سره یې سلا مشورې کړي


ملا هبت الله اخندزاده
ملا هبت الله اخندزاده

طالبان مني چې پرون یکشنبه د دوی مشر فراه ولایت ته سفر کړی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې ملا هبت الله اخندزاده تېره ورځ په یاد ولایت کې د دغه ولایت له مطرحو دیني علماوو سره کتلي او په بېلابېلو برخو کې یې ورسره سلا مشورې کړې دي.

کریمي وایي:" عاليقدر حفظه الله تېره ورځ فراه ولایت ته تللی او هلته یې له جیدو علماوو سره ناستې درلودې او بېلابېلو موضوعاتو باندې یې ورسره مشورې او مجلسونه وکړل، عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله په کندهار ولایت کې اوسېږي او هر ورځ په خپلو فعالیتونو بوخت وي چې له بېلابېلو علماوو کرامو، مخورو او د هېواد مطرح سیاسي شخصیتونو سره غونډې لري."

کریمي وایي، ملا هبت الله اخوندزاده تېره ورځ فراه ولایت ته تللی
کریمي وایي، ملا هبت الله اخوندزاده تېره ورځ فراه ولایت ته تللی

ښاغلی کریمي وایي، ملا هبت الله هره ورځ په بېلابېلو ځایونو کې په عام محضر کې له خلکو سره په مجالسو کې ګډون کوي.

نوموړی دا هم وايي چې د دوی مشر به د اړتیا له مخې د کابل په ګډون ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت دولتي اژانس باختر خبر ورکړی چې د دوی مشر ملا هبت الله اخند فراه ولایت کې د سفر پر مهال دیني علماوو ته په خطاب کې ویلي چې نظام خپل وګڼي او په هره برخه کې یې همکاري وکړي.

باختر اژانس ویلي، ملا هبت الله خپل د حکومت ځایي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې زموږ مشران دیني عالمان دي او علما باید د دولت او خلکو تر منځو د ارتباط پل واوسي، د والي په ګډون ټول د حکومت چارواکي باید له دوی مشورې واخلي او د دې لپاره دیني عالمان ځان ته مه راغواړئ بلکې تاسو یې لېدو ته ورځئ.

په کابل کې د طالب مشرانو پوسټرونه
په کابل کې د طالب مشرانو پوسټرونه

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند کریمي ازادي راډیو ته دا هم وویل چې د حکومت له پیله تر اوسه د دوی مشر ملا هبت الله کابل ته نه دی تللی، هغه څه چې د تېر حکومت ډېری چارواکي او د خواله رسنیو ځینې کارونکي یې په اړه نیوکه کوي وایي چې نوموړی ولي تراوسه د خلکو په وړاندې نه دی څرګند شوی.

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان هم په دې باور دي .

د تېر جمهوري نظام پخوانی ډیپلومات او په لندن کې اوسنی حقوقي سلاکار عزیز الدین معراج ازادي راډیو ته وویل چې ملا هبت الله اخند ته د طالبانو د حکومت د زعیم په توګه په کار ده چې خپل لېده کاته ټول هېواد او ولس سره پراخ کړي.

معراج وایي:" دا چې یو او بل ولایت ته ځي هغه هم نا څرګند حالت کې او څېره یې ټلوېزیون کې نه ښکاري، دا یو مشکوک او ګنګ حالت دی چې د ده د مجودیت په اړه شکونه راپورته کېږي او هم خلک پرې تکیه او باور نه شي کولای او یا داسې ذهنیتونه را پیدا کېږي چې ګواکي د پردې تر شا کومه بله سیاسي لوبه روانه ده، نو زعیم د هېواد ته په کار ده چې د قانون، شریعت او فرهنګ په رڼا کې راشي ټول ولس ته د یو ادرس او یو مرکز څخه ویناوې، توصیې او سپارښتنې واوروي."

موږ د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند بلال کریمي څخه دا پوښتنه وکړه چې مشر یې ملا هبت الله اخند ولي تراوسه د خلکو په وړاندې نه دی څرګند شوی، نوموړي وویل چې مهم د هغه کړو وړه، فعالیت او حکومتولي ده.

خو په خبره یې هره ورځ له بېلابېلو قشرونه، افرادو او خلکو سره لېده کاته کوي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په اړه وړاندې له کندهار ولایته راپور ورکړل شوی وو چې هلته یې په عام محضر کې خلکو سره لېده کاته کړي وو هغه څه چې ځیني ځایي چارواکو هم ازادي راډیو ته تائید کړي وه.

خو تر دې مخکې تېر کال د اې اف پي خبري اژانس په ګډون ځینو رسنیو د طالبانو د دغه مشر د مړینې راپورونه ورکړي وو او اوازې وې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند زاده په کوټه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی، هغه خبره چې طالبانو تل رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG