د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

طالبان د ځینو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو شورا جوړوي


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

طالبان غواړي د ځینو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو لپاره یوه شورا جوړه کړي.

طالبان وايي، د لویې جرګې د را غوښتو لپاره هېڅ پرېکړه نه‌ده شوې، خو د یوې شورا د را غوښتو اړتیا شته.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دې شورا د جوړېدو لپاره یو کمېسیون ګمارل شوی چې ټول غړي یې دیني عالمان دي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، لا معلومه نه‌ده چې دا شورا به کله را وغوښتل شي، خو په خبره یې، هغه کمېسیون چې د دې شورا د جوړېډو او را غوښتو لپاره ګمارل شوی، لا یې کومه غونډه نه‌ده کړې.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

هغه زیاته کړه: "داسې شورا چې ولس په کې وي، متنفذین په کې وي، علما په کې وي، په هېواد کې دننه مخور په کې وي او د ځینو مسایلو په اړه بحث وکړي. همدا ډول د ځینو مسایلو په اړه نظر او مشوره ورکړي. د دې لپاره یو پلان شته."

نهه میاشتې او نهه ورځې وشوې چې طالبان بیا په افغانستان واکمن شوي، خو لا یې د خپل واک د مشروعیت لپاره هېڅ یو قانوني ګام نه‌دی پورته کړی.

دوی د افغانستان ملي شورا منحل کړې، اساسي قانون چې انتخابات د واک د لېږد مشروع لار ګڼي؛ نه مني او تر خوا یې د اساسي قانون د تغییر لپاره لویه جرګه هم نه‌ده را غوښتې.

خو طالبانو د خپلې اوسنۍ واکمنۍ د لوړ پوړو ادارو ټول تشکیل له خپلو غړو چمتو کړی.

د ولسوالۍ له ولسوالانو تر والیانو او بیا تر وزارتونو او د هغوی تر مرستیالانو، ټول واک د طالبانو له غړو سره دی چې له یوه سره ملایان دي.

پخوانی ډیپلوماټ او د سیاسي مسایلو شنونکی عزیز معارج وايي، د طالبانو اوسنى حکومت نه په کور دننه او نه هم په نړیواله کچه مشروعیت لري او د یوې ډلې له‌خوا د واک انحصار دی.

هغه وویل: "د ټول شموله ادارې معنا همدا دی چې د افغانستان ټولو وګړو ته د عدالت په رڼا کې حقوق او امتیازات ورکړل شي او خدمات ورته وشي، خو دوی ټول انحصار یوازې په ملایانو کړی، یعنې دولت او اداره یې ټوله ملایانو ته وقف کړې ده. هغه ډول چې خلق و پرچم یوازې خپل خلقي او پرچمي ته واک ورکاوه."

له طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم د یوې داسې ادارې تشکیل دی چې ټول‌ګډونه وي او د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبي لږکیو استازولي وکړي.

طالبانو دا هم ویلي، چې نړیوالې ټولنې ترې غوښتي، څو په واک کې یو شمېر مشخص پخواني سیاسیون را ګډ کړي، خو دوی وايي، هېڅ وخت به دا غوښتنه ونه مني.

طالبان په دې هم تورن دي چې ډېر شمېر تخصصي چوکۍ یې هم د خپلې ډلې غړو ته ورکړي، هغه چې اړونده برخه کې هېڅ ډول زده‌کړې نه‌لري، خو طالبان وايي، په تخصصي چوکیو یې متخصصان ګمارلي.

XS
SM
MD
LG