د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

خلک: د ږيرې د نه‌لرلو له امله مو طالبان دولتي ادارو ته نه پرېږدي


ارشيف
ارشيف

یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو حکومتي ادارو ته د خپل ستونزو د حل لپاره ورځي، شکایت کوي چې د طالبانو وسله وال یې په دې پلمه ادارو ته دننه نه پرېږدي چې ږیرې نه لري او که ادارو ته دننه هم شي، هلته هم له نامناسب چلند سره مخ کېږي.

دا مراجعین وايي، سره له دې چې د طالبانو د حکومت نظامیانو ته یې ویلي چې دوی حکومتي کارکوونکي نه‌دي خو بیا هم اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

له دې ډلې یو ځوان چې نه‌غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "په دروازې کې څو تنه ولاړ وو، له ما سره نور کسان هم وو، هغوی ته یې وویل چې تاسې لاړ شئ خو دی نه‌شي تللی ځکه ږیره نه‌لري. ما ورته وویل چې موږ کار لرو، مراجعین یوو، د دولت رسمي کارکوونکي نه یوو. وزارت کې مو کارونه بند دي، راغلي یوو چې په خپلو کارونو پسې وګرځو. موږ ته یې وویل چې دا زموږ نه، د مشرانو فيصله ده ځکه اجازه نه‌لرې چې دننه لاړې شې. "

د سمیع الله په نوم یو بل ځوان هم وايي، د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت په دروازه کې په ډېرې سختۍ اجازه ورکړل شوه چې دننه شي خو وایي، هلته د ده او نورو مراجعینو کارونه له دې امله ځنډېدل چې ږیرې نه‌لري.

طالب سرتېري
طالب سرتېري

نوموړی وايي: "عجیبه غوندې چلند او پلمې یې کولې، وروسته یې راته ویل چې ږیره پرېږده، زه پوه شوم دا چې زما کار نه خلاصوي، د ږیرې له امله دي. نورو مراجعینو ته یې هم ویل چې ستاسې ږیرې او خولۍ نه‌شته، په همدې خاطر یې کارونه ورته ځنډول. موږ نه د دولت کارکوونکي یوو، نه په دندې پسې راغلي یوو، زموږ کارونه دي، دولت چې هرڅنګه دی، زموږ کارونه باید خلاص کړي."

خو د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویاند مولوي اکرام الله اسرار له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړه چې مراجعین د ږیرې د نه درلودلو له امله ادارو ته نه پرېښودل کېږي.

بلخوا د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر هم وايي چې د دوی لخوا کوم حکم او مکتوب نه‌دی صادر شوی چې بې ږیرې مراجعین دې دولتي ادارو ته نه پرېښودل کېږي.

نوموړی وايي: "داسې هېڅ هم نه‌شته، کاملاً بې بنسټه دي او هېڅ حقیقت نه‌لري."

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تر دې مخکې د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته ویلي و چې ږیرې دې پرېږدي او که يې پرېنږدي، له دندو به لرې شي خو اوس د حکومتي ادارو مراجعین هم وايي چې له ورته غوښتنې سره مخ دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ګڼو مواردو کې په ښځو او سړیو بندیزونه لګولي خو د دوی لخوا ډېر کله ویل شوي چې غوښتنې یې الزامیت نه، بلکې توصيه‌یي بڼه لري.

که د دې حکمونو پر بنسټ ولسي خلک ځورول شوي هم دي، د طالبانو د حکومتي ادارو لخوا تل رد شوي او ویل شوي چې دا د دوی پالیسي نه ده.

XS
SM
MD
LG